شاته

ترمپ: ایران باید ترهگرو ته روزنه او د پیسو لیږد فوراً بند کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ [د مې میاشتې دوه ویشتمه] د اسراییل د جمهور رئیس سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل ايران بايد "د ترهگرو او ملیشو" له ملاتړه لاس واخلي او هیڅکله بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

جمهور رئیس ټرمپ زياته کړه، اسرائيل او متحده ایالات موافق دي چې ايران بايد اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

ترمپ وویل "تر ټولو مهمه دا ده چې متحده ایالات او اسرائيل په يوه خوله اعلان کوي، چې ايران ته بايد هېڅکله اجازه ورنکړل شي، څو اټومي وسله ولري؛ هیڅکله هم نه. دغه راز ايران بايد د ترهگرو او ملیشو له مالي ملاتړ، روزنې او تجهيز څخه لاس واخلي"

ډونالدترمپ د امریکا د ولسمشر په توگه د لومړي ځل لپاره اسرائيل ته په دوه ورځني سفر تللی.

د اسراییل د تل افف په هوایي ډگر کې د جمهور رئیس ترمپ تود هرکلی وشو. ښاغلي ترمپ وویل چې د ترهگرۍ د ماتې ورکولو فرصت هغه وخت تر لاسه کیدای شي چې ټول په گډه کار وکړي.

ولسمشر ترمپ اسراییل ته په سفر کې د یهودانو مقدس دیوال نه لیدنه وکړه
ولسمشر ترمپ اسراییل ته په سفر کې د یهودانو مقدس دیوال نه لیدنه وکړه

ترمپ په هوایي ډگر کې د هرکلي په مهال وویل "مونږ مخ ته یو بې ساری فرصت لرو چې دې سیمې او خلکو ته یې سوله او ثبات راولو، ترهگرۍ ته ماتې ورکړو او د سولې، سوکالۍ او صمیمیت راتلونکی رامنځ ته کړو. خو دا یوازې په گډ کار ترسره کولی شو، بله لاره نشته."

جمهور رئیس ترمپ پرون په ریاض کې د ترهگرۍ په وړاندې د گډې مبارزې په هکله د وینا نه وروسته په مستقیم پرواز کې له ریاض نه تل افف ته لاړ.

دا له سعودي عربستان څخه اسراییل ته لومړی مستقیم پرواز یاد شوی دی.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هیواد ته د ولسمشر ترمپ د راتگ نه مننه وکړه او وې ویل "دلته ستاسو راتگ په ریښتیا هم تاریخي دی. د امریکا د یوه جمهور رئیس لومړی سفر هیڅ کله اسراییلو ته ندی شوی. ستاسو د دوستۍ د دې قوي څرگندونې نه ډیره مننه."

د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل اسرایل د سولې لپاره ورته ژمنتیا لري لکه څنگه چې ترمپ په سعودي عربستان کې پخپلې وینا څرگنده کړه او د سولې لاس یې د فلسطینیانو په گډون خپلو ټولو گاونډیانو ته غځولی.

جمهور رئیس ترمپ د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په هکله لیوالتیا ښودلې چې په ٢٠١۴ کال کې په ټپه ودریدلې.

جمهور رئیس ترمپ په مارچ میاشت کې په واشنگتن کې د اسراییل صدراعظم سره د کتنې په مهال وویلي و چې د اسراییل –فلسطین د سولې معامله کیدای هغمره گرانه نه وي لکه څنگه چې ځیني خلک فکر کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له سعودي عربستان نه اسراییل ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ترمپ غواړي چې د سولې په بهیر کې د خپل شخصي هلو ځلو نه کار واخلي.

اسرائيل د امریکا له خوا پر سعودي عربستان د هغو ۱۱۰ میلیارډو ډالرو په لګښت د وسلو د پلور په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده چې ټرمپ د شنبې په ورځ په رياض کې اعلان کړ.

ټاکل شوې ده ولسمشر ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د اسرائيلو له صدراعظم بنيامن نتنیاهو سره او د سې شنبې په ورځ په بيت‎لحم کې د فلسطيني ادارې له مشر محمود عباس سره وويني.