شاته

افغانستان بیا د ناټو جنګي ماموریت نغواړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي نغواړي چې ناټو یو وارې بیا په افغانستان کې جنګي ماموریت پیل کړي.

ناټو په ۲۰۱۴ کال کې خپل جګړه ییز ماموریت ختم کړ او د غوڅ ماموریت د ملاتړ تر نامه لاندې یې د افغان ځواکونو د روزنې، سمبالتیا او ملاتړ نوی ماموریت پیل کړ.

ارګ وايي ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د ناټو سرمنشي او د دغه سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

ښاغلي غني وویل "د جګړې مدیریت چې دا مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه دی، مونږ دا نه غواړو چې د ناټو ځواکونه یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راودانګي".

د ارګ د اعلامیې په اساس ولسمشر غني د ناټو له مشرانو وغوښتل چې د افغان کماندو ځواکونو د زیاتولو ننګه وکړي. افغان کماندو ځواکونه ځانګړي روزل شوي چې معمولآ د طالبانو او داعش پر ضد عملیاتو کې مهمه برخه اخلي.

دا مهال افغانستان شاوخوا ۱۷۰۰۰ کماندو ځواکونه لري. چارواکي وايي په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د پیچلیو عملیاتو ۷۰ فیصده همدغه کماندو ځواکونه ترسره کوي.

ښاغلي غني وویل چې د افغان کماندو ځواکونو د شمېر په زیاتوالي سره د دغه هېواد د هوايي ځواکونو ظرفیت به هم لوړ شي او ښايي افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې په لومړي ځل د هوايي عملیاتو مشري هم په خپله غاړه واخلي.

نوموړي داسې مهال له ناټو غواړي چې بیا په افغانستان کې جنګي ماموریت ته ونه دانګي، چې امریکا افغانستان لپاره پخپلې پوځې تګلارې غور کوي.

ټاکل شوې چې ولسمشر دونالډ ټرمپ په همدې اونۍ کې په بروګسل کې د ناټو په غونډې کې په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.