شاته

ټرمپ د هيواد لپاره د افغان سرتیرو قربانۍ وستایلې

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د اسلامي هېوادونو او امریکا په غونډې کې افغان امنیتي ځواکونه وستایل چې له طالبانو سره جنګیږي.

د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې د امریکا او افغانستان په ګډون د نړۍ د ۵۰ هېوادونو مشران او استازي راټول شوي چې د تروریزم پر ضد د مبارزې پر لارو چارو او په دغه برخه کې د دغو هېوادونو پر یوالي خبرې وکړي.

ښاغلی ټرمپ د دغې غونډې افتخاري میلمه او لومړنی مهم ویناوال و. هغه شاوخوا ۱۵ دقیقې خبرې وکړې او د خبرو ډېره برخه د تروریزم پر ضد مبارزې کې د اسلامي هېوادونو د ونډې پر زیاتوالي، مذهبونو ترمنځ د زغم، منځني ختیځ کې د روان کړکیچ او ایران د مداخلې په اړه وه.

ښاغلي ټرمپ افغان ځواکونه وستایل چې له طالبانو سره جنګیږي او د خپل هیواد لپاره قربانۍ ورکوي. هغه افغان امنیتي ځواکونه زړور وبلل او وویل چې امریکا او ایتلافیان به یې ترهګرۍ ضد مبارزې کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.

دا مهال په افغانستان کې زرګونه امریکايي سرتېري مېشت دي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي. سپینه ماڼۍ دغه هېواد ته د نورو سرتېرو په استولو هم غوره کوي. په دغه غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم برخه لري.

سپېڅلې ځمکه

ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې د تروریزم پر ضد مبارزې کې د ځینو اسلامي هېوادونو ونډه هم وستایله. هغه په ځانګړي ډول سعودي عربستان یاد کړ او وې ویل چې په همدې خاطر یې " له دغې لرغونې او سپېڅلې سیمې" څخه یې خپل سفر پیل کړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې اسلام لوړ دین دی خو بیا هم په نړۍ کې د تروریزم ډېر قربانیان مسلمانان دي. هغه زیاته کړه "موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې ووایو څنګه ژوند وکړئ او یا څه ډول عبادت وکړئ. بلکې موږ د دې لپاره دلته راټول شوي یو چې د خپلو ګډو اهدافو او ارزښتونو په اساس یو بل ته د ملګرتیا لاس وغزو او د ټولو لپاره یوه ښه اینده غوره کړو. "

د ښه او بد ترمنځ جنګ

ښاغلي ټرمپ همدغه راز ټېنګار وکړ چې د تروریزم پر ضد روان جنګ د مختلفو مذهبونو، عقایدو او مدنیتونو ترمنځ جګړه نه ده. بلکې دا "د بربري مجرمینو، چې د بشریت ژوند تباه کوي او د ټولو مذهبونو چې، ژوند ژغوري، ترمنځ جنګ دی. دا د ښه او بد ترمنځ جنګ دی".

ښاغلي ټرمپ وویل که د نړۍ مشران د تروریزم پر ضد مبارزې کې یو موټي نشي هم به تاریخ ته ملامت وي او هم به د هغه په خبره خدای ته مسول وي.

هغه په دغه برخه کې د مذهبي مشرانو رول ډېر مهم وباله او وویل" مذهبي مشران باید دا روښانه کړي چي بربریت نیکمرغي نه زیږوي. د خباثت سره خواخوږي شهرت نه ورکوي. که مو د ترهګرۍ لاره غوره کړه، ژوند به مو بې ارزښته او لنډ وي."

د ایران انزوا

ولسمشر ټرمپ همدغه راز ایران تورن کړ چې په منځني ختیځ کې روان کړکیچ ته لمن وهي. ښاغلي ټرمپ وویل چې ایران په سوریې، یمن اردون او نورو سیمو کې له اورپکو ډلو ټپلو سره مرسته کوي. هغه په ښکار د بشارالاسد د رژیم نوم واخیست چې په خبره یې ایران یې تر شا ولاړ دی، هغه رژیم چې د ښاغلي ټرمپ په اند خپل خلک وژني.

نوموړي وویل د ایران خلک لرغونی تمدن لري خو حکومتونه او چارواکي يې په سیمه کې نارامیو ته لمن وهي او" تر څو چې ایران له خپلې دغې تګلارې لاس په سر شوی نه وي، باید منزوی کړل شي".

د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ د اسلامي هېوادونو او امریکا په غونډې کې خپلې خبرې په دې ټکو پای ته ورسولې که د تروریزم پر ضد ګډه مبارزه وشي، ټول به "ښه اینده ولرو، که داسې ونشي، قتلونه، وژنې او مصیبتونه" به روان وي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ له سعودي وروسته اسرایلو، بیا واتیکان او د اروپا ځینو نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د هغه دا سفر د نهو ورځو دی.

د ولسمشر ټرمپ خبرې له پښتو او دري ژباړې سره په دغې ویډیو کې وګورئ او واورئ:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.