شاته

ټرمپ به په سعودی کې د اسلام په هکله وینا وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیت لري چې د سعودي عربستان د سفر په وخت به د اسلام د دین په هکله وینا وکړي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور ایچ آر مک ماسټر خبریالانو ته ویلي چې ښاغلی ټرمپ به سعودي عربستان ته د خپل سفر په وخت کې د ٥٠ اسلامي ملکونو د مشرانو په عالي غونډه کې گډون وکړي. ښاغلی ټرمپ دغه سفر د جمعې د ورځې نه شروع کوي.

مک ماسټر زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ به په سعودي کې د سخت دریځه مسلمانانو د ایډیالوژۍ په ضد د مبارزې لپاره تاثیرناکه وینا وکړي او هیله لري چې مسلمانان په سوله کې ژوند وکړي.

مک ماسټر وویل چې د ولسمشر ټرمپ د سفر هدف د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو تر منځ د یوالي تقویه کول دي. ولسمشر به اسرایل او واټیکان ته هم سفر وکړي.

ټرمپ چې پخپله عیسویي دی ، د ولسمشرۍ دمقام لپاره د مبارزې په وخت کې او اوس د ولسمشرۍ په لومړنیو څلورو میاشتو کې یې ځینې لانجمنې مسئلې راپارولي دي. په دغو کې یوه د مسلمانانو په هکله د هغه ځیني پالیسۍ دي.

ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د مبارزې په دوران کې د مسلمانانو امریکا ته په راتگ تر هغې پورې د بندیز وړاندیز کړی و تر څو چې د مهاجرت د چارو مامورین دا معلومه کړي چې یواځي هغه څوک امریکا ته راشي چې امریکا ته ضرر و نه رسوي.

هغه په مسلمانانو باندې د بندیز خپل دغه دریځ بیرته بدل کړ خو د ولسمشرۍ مقام ته د رسیدو نه وروسته یې د اوو هغو ملکونو په خلکو امریکا ته په سفر بندیز ولگاوه چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دی. هغه څو اونۍ وروسته د دغو اوو ملکونو د جملې نه عراق لیرې کړ. په پاتې شپږو ملکونو کې ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا، سوډان او یمن شامل دي.

د امریکا محکمو د سفر د بندیزونو د دغو دواړو فرمانونو مخه ونیوله. ټرمپ په محکمو کې د خپلې فیصلې دفاع کوي او داسي ښکاري چې د سفر د بندیز دغه مسئله به د امریکا سترې محکمې ته راجع شي.

مک ماسټر ویلي دي چې ولسشمر ټرمپ به په سعودي عربستان کې د باچا سلمان او د هغه د ولیعهد سره د ملاقات نه وروسته د نړۍ د بیلا بیلو اسلامي ملکونو د مشرانو سره وگوري او د افراطيت نه د سخت دریځه مسلمانانو د ژغورولو لپاره به په لارو چارو غور وکړي.

د ملي امنیت سلاکار د ټرمپ د وینا په هکله وویل "د ټرمپ د سفر مقصد دا دی چې د نړۍ ټول مسلمانان د مدنیت د گډ دښمن په ضد په هڅو کې یو ځاې شي او امریکا د مسلمانانو متحد ملک دی."

هغه زیاته کړه چې ټرمپ به سعودي ته د خپل سفر په وخت هغه سیمو ته ورشي چې د مسلمانانو، یهودانو او د عیسویانو مقدسې سیمې دي. هغه وویل "مونږ ټولو ته پکار ده چې یو ځای شو، او مونږ ټول به د زغم او د اعتدال نه کار اخلو. "

ټرمپ به د سعودي عربستان نه وروسته اسرایلو ته سفر وکړي. هلته به هغه د اسرایلو د صدراعظم بنجمن نتن یاهو سره ملاقات وکړي. هم په دغه ورځ به ښاغلی ټرمپ د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره وگوري. ښاغلي مک ماسټر وویل چې ښاغلی ټرمپ کوښښ کوي چې د اسرایلو او فلسطين مسئله حل کړي.