شاته

پوتن وایي چې ټرمپ روسیې ته پټ معلومات ندي ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن د چار شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روسیې د چارواکو سره په ملاقات کې هغوي ته پټ معلومات ندي ورکړي او وایي چې کانگرس ته به د ثبوت په توگه د دغو خبرو کاپي ورکړي.

خو د جمهوری غوښتونکي گوند یو غړی وایي چې هغه د پوتن په شواهدو هیڅ باور نلري.

د امریکا دوه تنو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د عملیاتو په هکله د روسیې د بهرینو چارو د وزیر سره په ملاقات کې چې دوه هفتې مخکې شوی و، پټ معلومات شریک کړي و.

د ٢٠١٦ کال د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي مبارزې په ټیم باندې داسي تورونه لگول شوي و چې د روسیې سره اړیکي لري او هم روسیې ورسره د انتخاباتو په گټلو کې مرسته کړیده. د ښاغلي ټرمپ د روسیې سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د خپلې فیصلې نه دفاع کړیده خو دغې دفاع ځیني سیاستمداران اندیښمن کړیدي.

د روسیې ولسمشر پوتن د چهار شنبې په ورځ د ایټالیې د صدراعظم پاولو جینټیلونی سره په گډ خبري کانفرنس کې په ټوقو کې وویل چې"ما نن د لاروف سره خبرې وکړې. زه به په دی مجبوره شم چې هغه ته خبردارې ورکړم ځکه چې هغه زما سره او نه هم د روسیې د استخباراتې ادارو سره دغه پټ معلومات شریک کړیدي. دا خو هغه ډیر بد کړي."

پوتن سره لدی چې په امریکا کې د روسیې او ټرمپ د انتخاباتي مبارزې د ټیم تر منځ د احتمالي اړیکو په هکله سیاسي جنجال پیدا شویدی، هیله لري چې د امریکا سره به یې اړیکې ښې شي. پوتن واي چې امریکا ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرگي لاروف سفر ډیر گټور و.

پوتن وایي چې که د ټرمپ اداره مناسبه گڼي نو هغوي به د امریکا د کانگرس غړو ته د ټرمپ او د لاروف د ملاقات په هکله تفصیل ورکړي. پوتن واېي چې په دغه ملاقات کې هیڅ ډول پټ معلومات ندي شریک شوي.

په کریملن کې یو حکومتي مشاور یوري اوشاکو خبریالانو ته وویل چې مسکو د ټرمپ او د روسیې د لوړپوړو چارواکو د خبرو لیکل شوي کاپي لري خو د دغو خبرو غږ یې ندې ثبت کړی.