شاته

ټرمپ: زه بشپړ حق لرم چې له روسانو سره حقایق شریک کړم

نن د می په شپاړسمه ولسمشر ټرمپ له خپلې هغې فیصلی نه دفاع وکړله چی د روسیی د بهرنیو چارو له وزیر سره ېې معلومات شریک کړی دی.

د متحدو ایالتونو دملی امنیت سلاکار مکماسټر هغه ادعاگانی رد کړلی چی وايی ولسمشر تیره اونۍ د روسیی دبهرنیو چارو له وزیر سره په سپینه ماڼۍ کې محرم معلومات برالاکړي دي.

له بل پلوه په واشنگټن کې د امریکا د ولسی جرگی استازی د کانگرس ماڼۍ ته په داسی وخت کې راستنیږی چی یوه جنجالي اونۍ په دې تیره شوله چی ولسمشر ټرمپ د ایف بي آی رئیس جیمز کومي برطرف کړ. د جیمز کومي برطرفول ددې سبب شول چې دموکراتان د مستقلو او بی طرفو ِتحقیقاتو غوښتنه وکړي.

ولسمشرټرمپ په دې اړه په ټویټر کې ولیکل:. دیوه ولسمشر په توگه ما تیره اونۍ په سپینه ماڼی کې له روسیی سره معلومات شریک کړل. دا په بشپړه توگه زما حق دی چې هغه معلومات شریک کړم چی د ترهگری او الوتکو د پروازونو دخوندی توب، او انساني دلایلو په اړه وي. پردې سر بېره ماغوښتل چی روسیه په خپله جگړه کې د داعش او ترهگری په اړه په بیړه خپل گامونه اوچت کړي".

په همدی لړ کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مکماسټر ددوشنبې په ورځ دغه رپوټونه رد کړل چې وايي ولسمشر ټرمپ د روسیې د یو جگپوړي دیپلومات سره محرم معلومات شریک کړي دي. هغه وویل هغه څه چی واشنگټن پوسټ خپاره کړي دي حقیقت نلري.

د ملي امنیتی سلاکار مک ماسټر له سپینی ماڼی نه بهر له رسنیو سره د می په ١٥ مه ٢٠١٧ په واشنگټن کې خبری کوي.

د ملي امنیتی سلاکار مک ماسټر له سپینی ماڼی نه بهر له رسنیو سره د می په ١٥ مه ٢٠١٧ په واشنگټن کې خبری کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار هربرټ ریمنډ مکماسټر وویل: ولسمشر دامریکا د خلکو له امنیت نه بل شی ډیر مهم نه گڼي. په دې مجلس کې پر استخباراتی مسایلو، منابعو او میتودونو باندې هېڅ کله بحث ندی شوی. او ولسمشر هېڅ ډول نظامي عملیات پرته له هغونه چې ټولو ته معلوم دي ندي برالا کړي. دوه نور جگپوړي چارواکي د بهرنیو چارود وزیر په شمول ددې مجلس په اړه همدا نظر لري. د دې مسلی په اړه باید رسمي اسناد د بې نومه منابعو له معلوماتو نه ډیر معتبر وگڼل شی. او زه هم د مجلس په خونه کې وم. داسې څه ندي پېښ شوي."

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د مې د لسمې نېټې په مجلس کې حاضر و. هغه د مکماسټر خبره د دی مجلس په اړه تایید کړله. ښاغلي ټیلرسن زیاته کړله چی په دې مجلس کې په " په پراخو مسایلو باندې بحث وشو، په هغو کې مشترکې هڅې او دترهگرۍ خطرونه ذکر شول."

واشنگټن پوسټ اونیویارک ټایمز په دې اړه رپوټونه خپاره کړي ول چی ولسمشر ټرمپ حساس معلومات شریک کړي دي

چی ولسمشر ټرمپ په لوړه کچه سري معلومات د اسلامي دولت د ډلی په اړه د روسیی دبهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف او په امریکا کې د روسیی له سفیر سرگې کیسلیاک سره په سپینه ماڼۍ کې د مجلس په ترڅ کې برالا کړل.

دکانگرس په ماڼۍ کې ددوشنبی د ورځې رپوټونو د خطر ز نگونه ووهل. یوه دمکرات استازي ایلیت اینجل وویل دی په دې خبره سخت اریان شوی دی. هغه وویل دی به د ملي امنیت له سلاکار مکماسټر سره په دی اونۍ کې وگوری او په دې اړه به ترینه پوښتنه وکړي.

دموکرات سناتور مارک وارنر له سنا نه بهر روان دی. د فبروري دریمه ٢٠١٧ کال.

دموکرات سناتور مارک وارنر له سنا نه بهر روان دی. د فبروري دریمه ٢٠١٧ کال.

دموکرات سناتور مارک وارنر د استخباراتو په اړه د یوې کمېټی مرستیال په ټوېټر کې ولیکل " د منابعو او میتودونو په خطر کې اچول په تیره له روسانو سره د توجیه وړ کارندی."

خو په ټولو متحدو ایالتونو کې خلک د یوشمیر مسایلو په اړه په غوسه دي او له خپلو استازیونه سختې پوښتنی کوي.

د ولسمشر ټرمپ له خوانه د جیمز کومي برطرفول ددې سبب شول چی د مستقلو او په سیاسی لحاظ بې طرفو تحقیقاتو لپاره غږونه وشی.

د جمهوری غوښتونکیو معتدل ځواب د نیوجرسی په یوه مجلس کې د خلکو د اندېښنو د کرارولو لپاره کافي نه و.

".. ترڅه وخت پورې به ستانور جمهوری غوښتونکی ملگری ددې ناوړه حالت دفاع کوئ.

جمهوري غوښتونکي استازي ټام مکارتر په یوه غونډه کې رایو ورکوونکیو ته وویل: زه دلته ددې لپاره نه یم راغلی چی د ولسمشر دفاع وکړم زه ستاسی د پوښتنو ځواب ته راغلی یم."

په ایواکې په یوه بل مجلس کې یو جمهوری خواه استازی د ولسمشر په اړه د انتقادونو په وړاندې دفاع وکړله.

جمهوری غوښتونکي استازي راډ بلوم وویل: ددې هېڅ شواهد نشته. له روسانو سره د سازش هېڅ شواهد نشته. د ټرمپ د انتخاباتي ډلې په اړه هم له روسانو سره د سازش په اړه هېڅ شواهد نشته.

په دې لړ کې د ولسمشر ټرمپ نقادان هم دخلکو له عکس العمل سره مخامخ شول. دموکراتې مکسین واټر په کانگرس کې په ټینگه د ولسمشر ټرمپ داستیضاح غوښتنه وکړله.

که څه هم د استازیو د خونی جمهوري خواه رئیس پال راین غواړی چې د مالیی داصلاحاتو په چاروکې بوخت وي خو تمه ده چی تمرکز د روسیی پر مسله باندې دوام ولري.