شاته

د افغانستان امریکايي پوهنتون بند دی، استادان یې تښتول شوي

ټاکل شوې چې په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون د چهارشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شي. د یکشنبې په ورځ نامعلومه کسانو د دغه پوهنتون دوه استادان وتښتول. د پوهنتون ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د استادانو اختطاف دوی ډېر غمژن کړي دي.

دغه استادان پوهنتون ته نژدې تښتول شويدي، د کابل پولیس وايي په استادانو کې یو امریکايي او بل یې اسټرالیايی دی.

د امریکايي پوهنتون د مطبوعاتو مسول شمروز خان مسجدي امریکا غږ ته وویل، چې دوی به د چهارشنبې په ورځ پوهنتون بېرته پرانیزي او د هېواد په نورو ولایتونو کې د دغه پوهنتون څانګې تړل شوې نه وې.

له دغې پېښې وروسته پوهنتون وتړل شو، چې د نورو استادانو او شاکردانو د امنیت لپاره ممکنه ګامونه واخیستل شي.

پوهنتون وايي له امنیتي چارواکو سره د خپلو تښتول شویو استادانو د حال معلومولو او خوشې کولو لپاره په تماس کې دي. د پوهنتون اعلامیه وایي "د هغوی د خوندي ازادولو لپاره له هر ممکنه اقدام نه کار اخیستل کیږي."

د رویټرز خبري اژانس وايي په کابل کې د امریکا او استرالیا سفارتونو د خپلو وګړو تښتول تاید کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د انسانانو تښتول نوې خبره نه ده، خو په دې وروستیو کې په کابل کې د بهرنیانو تښتول هم نسبتآ زیات شوي دي. تر دغې پېښې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یوه هندۍ هم وتښتول شوه چې بېرته پرېښودل شوه.

ډېرې دا ډول پېښې جنايي ډلې د پېسو د ترلاسه کولو لپاره کوي.