شاته

مکین: امریکا د پاکستان د منزوي کولو نیت نلري

امریکایي سناتور جان مکین وایي سره لدې چې د پاکستان سره د اقتصادي مرستو په سلسله کې مالي مرستې کمې شوي خو بیاهم د پاکستان د منزوي کیدو هدف نلري.

سناتور مکین اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات پدې پوهیږي که پاکستان منزوي شي نو کیدی شي د چین په څیر د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه یي ملاتړ وکړي.

سناتور مکین پدې ټینګار لري چې د پاکستان اردو باید د حقاني د شبکې پرضد اقدام وکړي.

خو په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ د پاکستان په اړه د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د ګډې کمېټې غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان په وړاندې نیابتي جګړه مخ ته وړي چې پر دې هېواد د خپل نفوذ مسئله یقیني کړي.

خلیلزاد وویل، د پاکستان نیابتي جګړې، په افغانستان کې ایتلافي ځواکونو، افغان قواوو او ملکیانو ته جدي ګواښ متوجه کړی دی.

د ښاغلي مکین سره د اشنا تلویزون مرکه دلته لیدلی شئ.