شاته

سرچینې: د ګلبدین حکمتیار د جمعې ورځې غونډه وځنډېده

حزب اسلامي ته نږدې سرچینې او د لغمان د والي ویاند امریکا غږ ته ویلي دي چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راڅرګندیدو سبانۍ غونډه ځنډول شوې ده.

سرچینې د غونډې د خنډېدو لامل بیان کړی نه دی.

په مخکنیو رئپوټونو کې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک منلي وو چې ګلبدین حکمتیار به د جمعې په ورځ [اپریل ۲۸] د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د خلکو او رسنیو په حضور کې راڅرګند شي.

د حزب اسلامي مثقو سرچینو او امنیتي مقاماتو هم د نوم د نه ښودلو په شرط دا خبر تائید کړی و.

په پام کې وه، چې حکمتیار د جمعې ورځې په غونډه کې پس له څو کلونو څخه د افغانستان په یو ولایت خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

د حکمتیار د راتګ لپاره، مهترلام ښار ته په ټولو ورغلو لارو باندې امنیتي کمربندونه اچول شوي او هر څوک چې دغه ښار ته ورځي له څو پرله پسې پلټنو وروسته، ښار ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کوي.

د امریکا غږ خبریال، ذبیح الله غازي چې اوس مهال د مهترلام په ښار کې دی وايې چې د ښار په ټولو خواوو کې نظامیان لیدل کېږي او نن سهار د حزب اسلامي یو مخکښ قوماندان جمعه خان همدرد د یو لوي کاروان په ملتیا لغمان ته رسیدلی دی.

په مهترلام ښار کې او د کابل - جلال اباد پر لویه لاره باندې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار لوی عکسونه نصب شوي دي