شاته

استرالیا صدراعظم په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره خبرې کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د استرالیا صدراعظم ملکم ټرنبل تیره ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د افغانستان او استرالیا ترمنځ د کانونو د سکټور په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې کړي دي.

د ارګ یوه اعلامیه وایي، چې د دوشنبې په ورځ د استرالیا صدراعظم ملکم ټرنبل د دغه هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.

د استرالیا صدراعظم د خپل سفر په پیل کې جمهور رئیس غني او د افغانستان ولس ته په ۲۰۹ شاهین قول ‎اردو باندې د تیرې جمعې د ورځې د تروریستي برید په اړه د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

ښاغلي ټرنبل وویل، هېواد یې لېواله دی چې د استرالیا او افغانستان د پوهنتونو تر منځ اړیکې رامنځته کړي، ترڅو له افغانستان سره د کانونو، اوبو، پروګرامونو او پروژو د مدیریت او دغه راز د روغتیا په برخه کې همکاري وشي. هغه ژمنه وکړه چې استرالیا ته له ستنېدو وروسته به دغه موضوع تعقیب کړي.

جمهور رئیس غني، استرالیا د افغانستان پخوانی دوست وګاڼه او په بېلابېلو برخو کې یې د دغه هېواد له مرستو څخه مننه وکړه.

کابل ته د استرالیا د صدراعظم په مشرۍ د پلاوي د سفر وړاندې د همدې میاشتې په سر کې جمهور رئیس غني استرالیا ته سفر کړی و، چې د هغه د رسمي سفر پرمهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او ساینسي همکارۍ موافقت‎نامه او دغه راز د دواړو هېوادونو چارواکو د بروکسل کنفرانس د ژمنو پر بنسټ د افغانستان او استرالیا ترمنځ د ۳۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم‎لیک هم لاسلیک کړ.

د بلې خوا د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم تیره ورځ د سپیدار په ماڼۍ کې د استرالیا د صدراعظم ملکم ټرنبل سره کتلي دي.

اجرائیه ریاست ویلي چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې د نورو مسلو سربیره په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کولو، د ټاکنو د نیټې او په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو او په افغانستان کې د تروریزم سره د روانې مبارزې په هکله هم خبرې کړي دي.

د اجرائیه ریاست په اعلامیه کې راغلي چې اجرائیه رئیس په تروریزم باندې د بریالیتوب لپاره د افغان حکومت او د تروریزم پر وړاندې د نړیوال ائتیلاف ترمنځ په نږدې همکارۍ ټینګار کړی دی او د استرالیا صدراعظم ته یې ویلي چې پاکستان له تروریزم څخه د بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، چې د ښاغلي عبدالله پر وینا دا کار د افغانستان، پاکستان او د سیمې په ګټه نه دی.

په مقابل کې د استرالیا صدراعظم ویلي چې هیواد یې د تروریزم او اسلامي دولت یا داعش سره په جګړه کې افغان حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی. همداشان هغه د ټاکنو د بهیر د شفافیت په برخه کې هم افغان حکومت سره د خپلې مرستې ډاډ ورکړی دی.

استرالیا د قاطع ملاتړ ماموریت کې سرتیري لري، چې د دغه ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې په چارو کې په فعالیت بوخت دي