شاته

ټرمپ وایي په شمالي کوریا به نور سخت بندیزونه ولگوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو نه غوښتي دي چې په شمالي کوریا باندي نور بندیزونه ولگوي. ښاغلي ټرمپ دغه غوښتنه د هغې نه وروسته کړي چې داسي احتمال کیږي شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ بله یعنی شپږمه اتومي ازموینه وکړي.

ښاغلي ټرمپ د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د ١٥ غړو سره چې پکې د روسیې او چین استاځي هم شامل و، د ملاقات په وخت دغه خبري کړیدي. هغه وویل "د شمالي کوریا دغه دریځ د منلو وړ ندی، د امنیت شورا باید د شمالي کوریا د بالیستکي او د اتومي وسلو په پروگرامونو لا نور سخت بندیزونه ولگوي". ټرمپ زیاته کړه

"دا نړۍ ته یو ډیر لوی خطر دی. که مونږ په دی مسئله خبري کول غواړو یا نه، خو دا د نړۍ یوه ډیره خطرناکه مسئله ده او مونږ یې حل کولو ته ضرورت لرو. خلکو دا مسئله د ډیر وخت راهیسې د پامه غورځولي وه خو اوس پکار ده چې حل شي."

د امریکا حکومتي چارواکو رویټرز ته ویلي چې په شمالي کوریا باندي د نورو سختو بندیزونو په لگولو غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټلرسن به د جمعې په ورځ په دې موضوع د امنیت د شورا د غړو سره یوه ځانگړي غونډه کوي چې په هغې کې به په شمالي کوریا باندي د فشارونو د زیاتولو په لار چارو غور وشي. ښاغلی ټیلر سن به کوښښ وکړي چې په شمالي کوریا اوسني بندیزونه ارزیابي کړي او هم د نوو بندیزونو په هکله به خبري وشي. په دی برسیره به د امنیت د شورا غړي په دی هم وغږیږي چې که شمالي کوریا نورې اتومي ازموینې وکړي نو هغوي ورته څه ډول ځواب ووایي.

د امریکا ولسمشر د جرمني د صدراعظمې اینگلا میرکل سره د دوشنبې په ورځ په ټیلفون کې د شمالي کوریا د "بیړني امنیتي گواښ" په مسئله خبري وکړی.

د چین ولسمشر شي جینپنگ د ډونالډ ټرمپ سره په ټیلفون کې په خبرو کې ټینگار وکړ چې باید ټولې خواوې د زغم نه کار واخلي.

د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي د څه مودې راهیسي وایي، اندیښنه لري شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ د شپږمې اتومي ازمونیې لپاره تیارې نیسي. د یادوني وړ ده چې د سه شنبې په ورځ شمالي کوریا د خپل پوځ ٨٥ کلیزه هم لمانځي.

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړیده چې شمالي کوریا به دی ته پرې نږدي چې په امریکا د اتومي توغندېو حمله وکړي. هغه ویلي دي چې په ټولو لار چارو غور کوي چې پکې په شمالي کوریا حمله هم شامله ده. خو امریکایي چارواکي وایي چې غوره لار دا ده چې په شمالي کوریا لا سخت بندیزونه ولگول شي.

چین چې د شمالي کوریا یواځینې ملگری هیواد دی هم د اتومي پروگرام په مسئله اوس په غوسه دی.