شاته

د یونان په ساحلي اوبو کې د ۱۶ مهاجرو مړي وموندل شول

د دوشنبې په ورځ د یونان د لسبوس د ټاپو په سواحلو کې د ١٦ تنو مړي موندل شوي چې گمان کیږي چې ټول مهاجر دي.

د یونان ساحلي ساتونکو وویل چې هغوی د شپږ ښځو، دوو نارینو او یو ماشوم مړي موندلي دي. په دې ترڅ کې ترکي مقاماتو وویل چې هغوی هم د شپږ نارینو او یو ماشوم مړي موندلي دي.

همداشان یوناني ساحلي ساتونکو دوه ښځې چې یوه یې حامله وه په بحیره کې له ډوبیدو ژغورلي دي او هغوی یې د لسبوس جزیرې ته انتقال کړي دي.

حامله میرمنې مقاماتو ته ویلي دي چې هغه د ٢٥ تنو له دلې څخه ده چې د یکشنبې د ورځې په وروستیو کې د ترکیې نه د لسبوس جزیرې په روان روان شوي وو.

تر اوسه د ډوب شویو کسانو هویت نه دی څرگند شوی او دا هم نه ده معلومه چې څومره نور مهاجر لا هم بې درکه دي.

ددغو کسانو د جسدونو د موندنې سره سم د یونان ساحلي ساتونکو او سمندري قواو د اروپا د سرحدي ساتنې د پولیسو سره یوځای په سیمه کې د ژغورنې عملیات پیل کړل.

په دې وروستیو کلونو کې په سلگونو زره مهاجر چې په عمومي توگه د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي دي لویدیځې اروپا ته د رسیدو په هیله د ورستو اوزړو بېړیو او بادي کشتیو نه په استفادې ځانونه له ترکیې نه یونان ته رسولي دي.

خو د اروپایي ټولنې او د ترکیې ترمنځ د تیر کال له موافقې وروسته چې یونان ته تازه رسیدلي مهاجر بیرته ترکیې ته استول کیږي، د سمندري لارې دغه خطرناک سفر تر ډیره حده راکم شوی دی.