شاته

مټیس: روسیه دې طالبانو ته وسلې نه ورکوي

د امریکا د دفاع وزیرجیم مټیس د طالبانو سره د روسیې د اړیکو په هکله اندیښنه وښوده.

ښاغلي مټیس په کابل کې په خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا د روسیې سره دیپلوماتیکي ګډ کار کوي خو که " روسیه د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه وکړي او یا نورو هیوادونو ته د خودمختارۍ نه انکار وکړي، نو په مقابل کې به یې ودریږي."

جیم مټیس وویل هغه وسلې چې "د بهرنیو هیوادونو نه طالبانو ته راځي، د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه ده. "

د امریکا د دفاع وزیر د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د نورو پوځي چارواکو سره هم وکتل.

جیم مټیس پدې سفر کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د څلورکلن امنیتي پلان په اړه هم خبرې کوي. پدې پلان کې د امریکا نه یوه غوښتنه داده چې شاوخوا ۲۰۰ هیلي کوپترې د افغانستان هوايي قواو ته ورکړل شي.

خو یو امریکايي مقام امریکاغږ ته وویل چې پنتګان/دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ او کانګرس سره غور کوي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت پالیسې تکمیله کړي او ترهغې پورې کومه نهايي پریکړه نشي اعلانولي

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي امریکا ته په کار ده چې طالبانو ته د وسلو د ورکولو په خاطر د روسیې په مقابل کې ودریږي.

جنرال نکلسن په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دغه وسلې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد کاریږي.

جنرال نکلسن د طالبانو او روسیې تر منځ د همکاریو په هکله نور جزیات ورنکړل خو وویل چې د مسکو لخوا طالبانو ته د وسلو د ورکولو خبر نشي ردولی.

په همدې حال کې د امریکا د پوځ یو جګپوړي چارواکي په کابل کې خبریالانو ته ویلي دي چې روسیه طالبانو ته ماشیندار او د متوسط وزن لرونکي وسلې ورکوي.

دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته استخباراتي معلومات ورکول او ویلي یي دي چې طالبانو د دغو وسلو نه د هلمند، کندهار او ارزګان په ولایتونو کې کار اخلي.

روسیه بیا طالبانو ته د وسلو ورکول نه مني او وایي د هغوي سره یې اړیکې یوازې د دې لپاره دي چې د افغانستان د حکومت سره یې خبرو ته وهڅوي او خپلې امنیتي ګټې خوندي کړي.

روسیه همدارنګه کوښښ کوي د طالبانو په هغو مشرانو دې نړیوال بندیزونه لیرې شي چې همکاري کول غواړي.