شاته

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی

د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس نن له غرمې وړاندې په یو نااعلان شوي سفر کابل ته رارسیدلی دی.

په پام کې ده چې جنرال جیمز متیس به په کابل کې د خپلې ایسارتیا پر وخت د ناتو په مشرۍ د قاطع ملاټړ د ماموریت له قوماندان جنرال جان نیکولسن سره د کتنې ترڅنګ په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو سره هم وګوري.

په کابل کې د جنرال جیمز متیس د سفر په وخت هغه سره د افغانستان د دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم کتنې هم په پام کې نیول شوې وې.

خو اوس دغو دواړو چارواکو استغاوې کړي او دا معلومه نه ده چې د امریکا د پوځ ترټولو دغه لوړ پوړی چارواکی به له کومو افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي.

خو د رپوټونو له مخې افغان ولسمشر د دغو دواړو څوکیو لپاره چارواکي نومولي او کیدای شي هغوی له جنرال متیس سره نن په کابل کې وګوري.

د افغانستان دفاع وزارت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، دا لا معلومه نه ده چې د دغو دوو چارواکو په ځای به څوک د امریکا د دفاع له وزیر سره وګوري.

ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزیر به له کابل څخه قطر ته لاړ شي.

افغانستان ته له سفر وړاندې د امریکا د دفاع وزیر افریقا ته هم سفر کړی وو.

دا لومړی ځل دی، چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د دفاع وزیر په توګه د جنرال متیس د ټاکلو وروسته هغه افغانستان ته سفر کړی دی.