شاته

د امریکا د دفاع وزیر طالبان "وحشي دښمن" وبلل

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر، جم مټیس، طالبان "وحشي دښمن" بللي او هوډ یې څرګند کړی چې امریکا به له افغان حکومت سره په ګډه دغې ډلې ته ماتې ورکړي.

ښاغلی مټیس چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې له امریکايي مشر قوماندان، جان نیکلسن، سره په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې دغه راز وویل چې دی له افغان مشرانو سره د خبرو اترو لپاره راغلی. ده وویل چې د خپل سفر موندنې به امریکايي ولسمشر، دونالد ټرمپ، ته وړاندې کړي.

د ټرمپ حکومت دا مهال د افغانستان لپاره د خپلې تګلارې پر جوړولو لګیا دی.

تر جم مټیس وړاندې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، اچ آر مک ماستر، کابل ته تللی و او له افغان چارواکو سره یې د دغه هیواد د پوځي او امنیتي حالاتو په اړه خبرې کړې وې.

جنرال نیکلسن افغانستان ته د اضافي امریکايي پوځیانو د لیږلو غوښتنه کړې ده تر څو د ده په خبره د افغانستان روانه جګړه له "بن بست" نه وباسي.

دغه امریکايي جنرال همداشان ویلي چې سږکال به په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ته ماتي ورکړي.