شاته

د پېښور او کابل تر منځ د دوستۍ هڅې کوو

وږمه فیروز چې په پېښور کې د باچا خان په تعلیمي مرکز کې کارکوي، تیره اونۍ کابل ته تللي وه. هغه وایي چې مونږ کوښښ کوو چې د دواړو خواوو پښتنو ته د تعلیمي نظام د بدیل یوه لاره پیدا کړو. وږمه وایي چې کابل ته د سفر په وخت کې ورته دا معلومه شوي چې د افغانستان ولس د ښځو تعلیم ته ډیر احترام لري او ښځې د کوره بهر ته د وتلو زیاته ازادي لري. وږمه وایي چې کوښښ کوي چې د پولې د دواړو خواو پښتنو تر منځه واټن راکم شي.