شاته

الزواهري په سوریې کې د جهادیانو نه د گوریلایي جنگ غوښتنه کوي

د القاعدی مشر ایمن الزواهري په سوریې کې په سني جهادیانو غږ کړیدی چې د بشار اسد د قواوو او د ایراني ملیشو په ضد د گوریلايي جنگ د تکتیکونو نه کار واخلي.

د القاعدی د مشر دغه اعلان پرون د یکشنبې په ورځ په انترنیت خپور شو. هغه د یاغیانو نه وغوښتل چې د صبر نه کار واخلي او زیاته یې کړه چې په سوریې کې د بشار اسد، د هغه د ملگري ملک ایران د ملیشو او په عراق کې د غرب په ملاتړ د ائتلافي قواوو په ضد یوې اوږدې جگړې ته تیار ووسي.

هغه وویل چې "په سوریې کې زمونږ خلکو, د صلیبي قواوو او د هغوي د ملگرو سره یو اوږدې جگړې لپاره ځانونه تیار کړئ".

سني مسلمانان، شیعه او علوي مسلمانان د اسلام نه سرغړونکي بلي.

زواهري وویل چې په سوریې کې په سني مسلمانانو باندي ځکه ظلمونه کیږي چې هغوي د اسلامي نظام ټینگول غواړي. هغه زیاته کړه چې غرب نه غواړي چې په دغه سیمه کې اسلام غالب شي