شاته

مکرون او لیپین د فرانسیې د انتخاباتو نهایي پړاو ته داخل شول

په فرانسیې کې د انتخاباتو د نتائجو نه دا څرگنده شویده چې ایمانیول مکرون تر ټولو زیاتي راي اخیتسي دي او د هغه نه وروسته مارین لپین زیاتې راې گټلي دي. دغه دواړه کانددان به په دوهم پړاو کې د یو بل سره مخامخ شي.

په سرویگانو کې داسي معلومیږي چې ٣٩ کلن مکرون به د خپلې سیالي لپین نه په ډیره اسانۍ انتخابات وگټي.

د یکشنبې انتخابات د فرانسیې د دوو هغو سیاسي ډلو لپاره یوه ماتې گڼل کیږي چې د فرانسیې په سیاست کې یې د تیرو ٦٠ کلونو راهیسي مرکزي رول لرلو. په دی برسیره په دی انتخاباتو کې هغه پیش بیني هم غلطه ثابته شوي ده چې گوندي د برتانیې د اروپایي اتحاد نه د وتلو او په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د گټلو نه وروسته خلکو د فرانسیې د انتخاباتو په هکله کوله.

ښاغلي مکرون د نتایجو نه وروسته خپلو طرفدارانو ته وویل چې په فرانسیې کې یې په یوه کال کې د سیاست بڼه بدله کړه.

د دغو نتاېجو نه وروسته نورو محافظه کارانو او سوشلسټ کاندیدانو چې پخپله یې هم په انتخاباتو کې برخه اخیستي وه خو ناکامه شول، د خپلو پلویانو نه وغوښتل چې مکرون ته رایي ورکړي او په دوهم پړاو کې لپین کامیابیدو ته پری نږدي. هغوي په دی باور دي چې د لیپین د مهاجرت او د اروپایي اتحاد ضد پالیسي به فرانسیه د تباهۍ په لور روانه کړي.

"د وطن پرستانو ولسمشر"

مکرون د لپین ملت پاله سیاست ته په اشاره خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې "زه غواړم چې وطن ته د ملتپالانو د خطرونو نه د مخنیوي لپاره د وطن پرستانو ولسمشر شم ."

لپین، که ولسمشره شوه نو دا به د فرانسې په تاریخ کې لومړې ځل وي چې یوه میرمن د ولسمشرۍ مقام ته ورسیږي. د هغې پلار چې د ملي جبهې موسئس و په ٢٠٠٢ کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم پړاو ته رسیدلی و. په هغه باندې په دی وجه سختې نیوکی کیدی چې هغه هم د مهاجرت ضد و.

لیپین د خپل سیاسي گوند د محبوبیت لپاره ډیر کوښښ وکړ چې د فرانسیې ځوانان په خپل گوند کې شامل کړي. هغه وایي چې د دوي هدف د نړیوال اقتصاد په مقابل کې د فرانسیې د کارگرې طبقې دفاع کول دي .