شاته

بلخ کې د وژل شویو سرتیرو په درناوي نن د افغانستان بیرغ نیم ځوړند دی

د افغانستان حکومت په بلخ ولایت کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو باندې د وسله‌والو طالبانو له خونړي برید ورسته نن د یکشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل "په شاهین قول اردو کې د خونړۍ پیښې په خاطر، ولسمشر د یوې ورځې لپاره چې نن د یک‌شنبې ورځ ده، ملي ماتم اعلان کړی. د ارګ په ګډون به د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د دغو شهیدانو فاتحه اخیستل کیږي او په هیواد کې دننه او له هیواد څخه بهر به زموږ په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي."

په دغه برید کې چې د جمعې په ورځ غرمه مهال د طالبانو د ډلې په وسلو سمبال لسو بریدګرو له خوا ترسره شو، د افغان ځواکونو منسوبینو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیضې شمیرې وړاندې شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږته وویل "زموږ له ۱۰۰ زیات نفر شهیدان او ټپيان دي او دا شمیره هم کره نه ده، ښايي بدلون په کې راشي."

خو د بلخ د ولایتي شورا غړي شجاع‌الدین شجاع امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۴ ولایتونو له ملکي او پوځي چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال، لوی درستیز او د ملي امنیت ریاست مرستیال په شاهین قول اردو کې د شوي برید په اړه جدي څیړنې پیل کړې دي.

ولسمشر غني ویلي، چې د افغانستان 'دښمنان' د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته اوس، ملکي وګړي، جوماتونه، تکیه‌خانې، عالمان ښځې او ماشومان په نښه کوي.

ښاغلي غني ویلي "د دښمن کوښښ دادی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي."

افغان ولسمشر تروریزم د ټولو خلکو مشترک درد بللی، د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره یې پر ملي یووالي ټینګار کړی او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د تروریستانو د جنایاتو پر ضد خپل غږ پورته کړي.

د برید غندنه

بلخ کې پر شاهین قول اردو باندې وسله‌وال ډله ایز برید په کور دننه او بهر غندل شوی دی.

د ایران د ملي امنیت شورا دبیر علي شخاني د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره په ټیلیفوني اړیکه کې دغه برید کرغیړن تروریستي عمل بللی او له افغانستان سره یې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د خپل هیواد پر ګډو همکاریو ټینګار کړی.

دغه راز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې دا برید په کلکه غندلی او د افغانستان له حکومت او ولس سره یې د خواخوږۍ د څرګندولو سربیره، د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د خپل هیواد پر همکاریو ټینګار کړی دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په خپل ټویټرپاڼه کې د بلخ پر شاهین قول اردو برید غندلی دی.

د افغانستان د عالمانو شورا هم دغه برید په کلکه غندلی او په جومات کې یې پر لمونځ کوونکو برید د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف او د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.