شاته

په هرو شپږو افغان ماشومانو کې یې یو ته واکسین نه رسي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هیواد کې د روغتیایي خدمتونو د کچې د پراخیدو سره سره اوس هم له هرو شپږ افغان ماشومانو څخه یو ته یې واکیسنونه نه رسیږي.

چارواکي وايي چې په جګړه کې د افغان ماشومانو د مړینې پرتله په افغانستان کې ډیر ماشومان د واکسینونو د نه تطبیق له امله په هغو ناروغیو خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د واکسینونو د تطبیق له لارې یې ژوند ژغورل کیدلی شي.

په نړۍ کې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پنځو کالو لاندې ماشومانو د مړينې تر ټولو لوړه کچه لري او د هرو ۱۰۰۰ ماشومانو څخه ۵۵ تنه يې مخکې له دې چې پنځه کلنۍ ته ورسیږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا په برخه کې د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني سلاکار ډاکټر نجیب الله مجددي د یکشنبې په ورځ( اپریل ۲۳) په کابل کې د واکسیناسیون نړیوالې اونۍ په مناسبت غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې ماشومانو ته د واکسینونو د رسولو کچه ټیټه ده چې باید دا حالت بدل شي.

ښاغلي مجددي وویل "د هغو سرویو له مخې چې په دې وروستیو کې ترسره شوي، په هیواد کې د کتلوي معافیت د پوښښ کچه د قناعت وړ نه ده. د دې لپاره چې په افغانستان کې غیرحکومتي موسسې د واکسینونو په ګډون اساسي روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، د واکسینونو د پوښښ د کچې د لوړولو په برخه کې د هغوی پاملرنه غواړم، که مونږ د خپلې ټولنې واقیعتونو ته پاملرنه وکړو زمونږ د ماشومانو د مړینې کچه چې د واکسینونو له نه تطبیق څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي د هغو ماشومانو څخه لوړه ده چې په جګړیز چاپیریال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي".

د واکسیناسیون نړیواله اونۍ هرکال په نړۍ کې تر یو نوي عنوان لاندې لمانځل کیږي. سږکال دا اونۍ "واکسین ګټور دی" تر نامه لاندې لمانځل کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت معین ډاکټر احمد جان نعیم وویل د واکسیناسیون اونۍ په دې موخه لمانځل کیږي تر څو د واکسین د اهمیت په اړه، عامهپوهاوی لوړ شي او خلک دې ته وهڅوي چې ټول ژوند ژغورونونکي واکسینونه وکاروي.

د افغانستان د کتلوي معافیت پروګرام د اټکل له مخې له هرو شپږو ماشومانو څخه نږدې یو ماشوم واکسین ته لاسرسی نلري.

د کتلوی معافیت د خدمتونو وړاندې کوونکو مرکزونو شمیر په تیر کال کې ۱۲ سلنه زیات شوی او په ټول هیواد کې دهغوی شمیر ۱،۷۶۷ مرکزونو ته رسیږي.

دا مهال ۱۰ ډوله واکسینونه د افغانستان د کتلوي معافیت په پروګرام کې شتون لري او د ماشومانو لپاره په وړیا توګه ورکول کیږي.