BBC
 شاته

د ښځو فعالیت ولې د هغوی خپل نه ګڼل کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ځایه مې اورېدلي چې یو څوک وايي ما د پلانۍ لیکنه لیدلې چې پلاني ورته اصلاح کوله. که د چا لیکنه ایډیټ یا اصلاح شي دا په دې مانا نه ده چې خیال او فکر یې هم پنځولی او ټوله لیکنه یې ورته کړې ده.

په انګریزي کې وايي د هر بریالي سړي تر شا یوه مېرمن وي. دا خبره په موږ کې ظاهراً خلک سرچپه بولي. دلته د هرې بریالۍ ښځې کمال ځینې د هغې خپل نه بولي. په همدې تړاو یو څه وایم خو لومړی خپله یوه کیسه کوم.

لا مې لیکنې نه وې چاپ شوې پلار مې د سپيدو مجله چلوله. څو لیکنې به د دوی خپلې وې. خو یوازې یوه به یې په خپل نامه خپروله نورې به یې په مستعار نوم وې. د یوې ګڼې کومه لیکنه یې په داسې مستعار نوم غوښته چې نوی وي. ما ورته وویل: زما په نامه یې کړه. خبره یې ومنله.

د ایمل افغان په نامه لیکنه خپره شوه. د پېښور په وزیر باغ کې به ما له خپلو وروڼو او یو څو هوتخېلو سره فوټبال لوبه کوله. هغوی خبر وو چې زه لیکنې کوم او د سپيدې مجله یې هم لوسته. ښه مې یادېږي هغوی دغه لیکنه وستایله او ما ته یې شاباس راکړ.

د بېلابېلو هېوادونو په مختلفو سیمو کې ښځې د کار کولو پر مهال

د میندوارې محجبې مسلمانې رپ سندره

ما ته ویل شوي و چې مستعار نوم افشا نه کړم. خو دا شاباسی هم ښه نه راباندې لګېده. لکه غلا چې کوم. ورته ومې ویل دا زما لیکنه نه ده.

تر دې خبرې وروسته چې مې خپلې لیکنې هم خپرې شوې اقلآ د فوټبال هغو څو ملګرو په ما باور نه کاوه چې ګواکې ما دې خپله لیکلې وي. تر ډېره، لږ تر لږه له ځان سره په دې جنجال اخته وم چې خلک به مې لیکنه ومني چې زما ده که نه. دغه اندېښنه دردونکې وه.

ځان ثابتول او په بیا بیا ثابتول تر لیکنې لا ګران و. وروسته وروسته مې عملاً ولیدل چې د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو کې نجونې او ښځې له همدې حالته تل تېرېږي.

یو کال مې د یوې نجلۍ مقاله ولوسته. ډېره ښه ليکل شوې وه. له یوه محترم لیکوال سره مې پرې خبرې وکړې. هغه راته وویل دا نجلۍ پېژنم دومره تومنه پکې نه وینم دا پلاني خان ورته لیکلې ده.

وروسته وروسته مې د هغې اغلې نورې لیکنې او د هغه ښاغلي په نامه خپاره شوي مطالب سره پرتله کړل. پوه شوم چې تومنه ښاغلي نه لرله، اغلې پرې ډېره تکړه وه.

د واده شوې شاعرې او د کیسه لیکوالې په باب مې له ښځو او سړو دواړو اورېدلي چې دا یې مېړه ورته لیکي. که وپوښتې دا مېړونه ولې په خپل نوم دومره ښه اثر نه خپروي، په مرموزه خندا به درته ووايي دا نو ته پرېږده.

د ژورنالیزم په ډګر کې که یو زلمی وځلېږي ټول یې ستایو که یوه ځوانه خپل جوهر وښيي ډېر په دې پسې یوو چې دا کار څوک ورته کوي. که واده شوې وه طبعاً د مېړه کمال یې دی که نه وه حتماً د کوم خواخوږي برکت دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که یوه نجلۍ لیکل کوي، شعر وايي یا په کوم دفتر کې کار کوي نو لکه له پل صراطه چې تېرېږي لومړی باید پلار قانع کړي، ورور باوري کړي، تره خوشاله کړي، که واده وي د مېړه اجازه ترلاسه کړي او د شلو نورو خبرې نا اورېدلې وګڼي.

د سیاست په ډګر کې هم همداسې یوو. یوه سیاستواله وه څو خبرې یې وکړې له همدې خلکو مې واورېدل دا یې د مېړه خبرې دي. د یوې پېغلې په باب یې بیا ویل دا پلاني خان په غوږ کې ورکړي.

ولې دا فکر او دا ذهنیت شته؟

که مې د کمکیني تجربې ته ستون شم، نو هغه وخت ما دا انګېرله چې خلک مې ماشوم بولي، باور نه شي کولی چې زه دې څه ولیکلی شم او د مستعار نوم یوه بېلګه هم وه. خو ایا د نجونو او ښځو په تړاو هم دا خبره صدق کوي؟

ښځې په نړیوال سیاست کې څومره رول لري؟

ولې موږ ښځې مرګونې کیسې پټې ساتو؟

څو ځایه مې اورېدلي چې یو څوک وايي ما د پلانۍ لیکنه لیدلې چې پلاني ورته اصلاح کوله. که د چا لیکنه ایډیټ یا اصلاح شي دا په دې مانا نه ده چې خیال او فکر یې هم پنځولی او ټوله لیکنه یې ورته کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نجونو او ښځو پر خلاقیت شک کوونکي لکه چې لنډيو ته نه ګوري

ځینې خلک استدلال کوي چې د نجونو لپاره ټولنیز شرایط دومره خراب دي او تعلیمي کچه یې دومره ټیټه ده چې د خلاقیت او ښه کار تمه ترې ناممکنه ده. دا منم چې دلته تر سړو ښځو ته شرایط سخت دي.

که یوه نجلۍ لیکل کوي، شعر وايي یا په کوم دفتر کې کار کوي نو لکه له پل صراطه چې تېرېږي لومړی باید پلار قانع کړي، ورور باوري کړي، تره خوشاله کړي، که واده وي د مېړه اجازه ترلاسه کړي او د شلو نورو خبرې نا اورېدلې وګڼي.

د ښځې کور کوم يو دی؟

زه "یوه تسلیم شوې ښځه"یم

بیا باید محتاطه واوسي چې څه وايي او څه لیکي چې هسې نه له لیکنې یې بل ډول اخیستنه ونه شي. خو د دې ټولو خبرو په سر هم زموږ نجونو چې څه پنځولي لا هم د شک په سترګه ورته ګورو چې ګواکې بل چا ورته کړي دي.

د نجونو او ښځو پر خلاقیت شک کوونکي لکه چې لنډيو ته نه ګوري. ډېر پښتانه دا مني چې پښتو لنډۍ د ښځو له خوا ویل شوي. نو چې ښځو ویلي دي ایا د لنډيو خلاقیت زموږ په بل کوم شعر کې شته؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نجونو او ښځو پر خلاقیت شک کوونکي لکه چې لنډيو ته نه ګوري.

له امیر کروړه تر اوسني شاعره کوم یوه د لنډيو په څېر فکر، تصویر او عاطفه تل په نوې بڼه پنځولې؟ ایا په لنډيو کې هم کوم سړي له ښځو سره مرسته کړې؟ یا شاید لنډۍ ځکه منو چې هلته یې د ویناوالې نوم نشته چې ورسره رخه وکړو او یا یې په چا پورې وتړو.

۱۰۰ ښځې: غر هم د اوسېدو نه دی ښار هم دغسې دی

زموږ د عالي ادب، لنډيو، پنځوونکې چې ښځې شوې نو باید ومنو چې زموږ د بریالي ادب تر شا د ښځو لاس دی. زموږ ښځې خلاقې دي او د خوشال بابا خبره:

چې د باغ سروې يې پستې تر قامت دي

پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي؟

د انځور حقوق Getty Images