BBC
 شاته

بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

افغان ولسمشر غني په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړی دی. نن په ارګ کې د فاتحې مراسم هم ترسره شول. د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر غني په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړی دی. نن په ارګ کې د فاتحې مراسم هم ترسره شول.

په داسې حال کې چې بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ له برید وروسته د یکشنبې په ورځ ملي ویر اعلان شوی، افغان چارواکي وايي، په برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.

په بلخ کې یوه سیمه ییز چارواکي ويلي، د وژل شویو د مړو لېږدولو لپاره د تابوتونو له کمښت سره مخامخ دي.

د بلخ تر خونړي برید وروسته د تابوتونو کمی

کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي

"درېیو اوونیو کې به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره بشپړه شي"

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې او وايي دا برید یې په وروستیو کې د ځینو طالب مشرانو د وژل کېدو په غچ اخیستو کې ترسره کړی.

غبرګونونه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د افغانستان مزار شریف کې پر افغان ځواکونو د جمعې ورځې د لمانځه پرمهال برید وحشتناک برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جانسن دغه برید وحشیانه بللی.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي "د جمعې د لمانځه پرمهال په افغان ځواکونو وحشیانه برید په بشپړه توګه غندم. له قربانیانو او د افغانستان له خلکو سره خپل غمشریکي ښیم".

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی. له سفارته په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د امریکا سفارت وايي، دغه برید د امریکا هغه هوډ پیاوړی کوي چې د خپلو افغان ملګرو ترڅنګ ټینګ ودرېږي.

پر شاهين قول اردو د بريد له امله ملي ماتم اعلان شوی

پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

په افغانستان کې د بهرنیو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن په یوه خبرپانه کې ویلي، دوی د افغان ملګرو ترڅنګ ولاړ دي او شاهین قول اردو قومندانۍ کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښيي.

ایران

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د ایران د ملي امنیت شورا دبیر علي شخاني له خپل افغان سیال سره په تیلېفوني خبرو کې د بلخ برید په سختو ټکو غندلی او دا یې پر شاهین قول اردو یو کرغېړن ترهګریز عمل بللی دی.

بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ د وسله والو طالبانو له برید وروسته په افغانستان کې د یکشنبې په ورځ (اپرېل ۲۳مه) ملي ویر اعلان شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر غني دا برید پر انساني او اسلامي ارزښتونو برید بللی.

د ولسمشرۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "په ټول هېواد او سياسي نمايندګيو کې به د افغانستان بيرغ نيمه ځوړند وي."

ولسمشر غني دا برید پر انساني او اسلامي ارزښتونو برید بللی.

د برید په بله ورځ ولسمشر غني مزار شریف ته ولاړ او هلته ولاړ او له ټپي پوځيانو سره یې وکتل.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.