BBC
 شاته

کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي

کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په شمالي ولایت بلخ کې د افغانستان د پوځ پر یوه مرکز د طالبانو تر برید وروسته ویلي، تردې وروسته نور طالبانو ته د ورور خطاب نه کوي.

ښاغلي کرزي نن (ثور/غویي ۳مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، هر څوک چې د سیاسي هدفونو لپاره خلک وژني "ترهګر" دي:

"زه طالبان داسې یوه ډله پېژنم چې افغانستان ته زیان اړوي. هرڅوک چې افغان وژني او د بهرنیو هدفونو لپاره یې وژني ترهګری دی، که هغه طالب وي یا داعش او یا بل هرڅوک وي."

طالبانو د تېرې جمعې په ورځ (ثور/غويي ۲مه) د شمالي ولایت بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله ییز ځانمرګی برید وکړ چې د راپورونو له مخې ۱۴۰ سرتېري پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ښاغلي کرزي دغه برید ته په اشارې وویل "زموږ د ځوانانو وژل ترهګري نه وه؟ په څرګنده ترهګري وه، بلکې له خاورې سره جفا وه."

بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

پر شاهين قول اردو د بريد له امله ملي ماتم اعلان شوی

ښاغلي کرزي وویل، بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو تر برید وروسته یې دریځ بدل شوی او تردې وروسته نور طالبانو ته ورور نه وایي. طالبانو ددغه برید مسوولیت ومانه او ویې ویل چې د افغانستان پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Image caption طالبانو هېڅکله د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د سولې غوښتنه ونه منله او دی یې د امریکا لاسپوڅی باله

حامد کرزي وړاندې د خپل حکومت پرمهال او تر هغه راوروسته تل طالبان خپل وروڼه بللي او له هغوی یې غوښتي چې جګړه پرېږدي او د سیاسي مبارزې له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو لار غوره کړي.

د طالبانو پروړاندې د ښاغلي کرزي دا ډول څرګندونو ته د حکومت سیاسي مخالفینو او ډېرو عامو خلکو توند غبرګون ښوولی او هغه یې ددغې وسله والې ډلې پروړاندې پر "نرم دریځ او نه قاطعیت" تورن کړی دی.

پر ښاغلي کرزي د مخالفینو نیوکه دا وه چې له دوست او دښمن نه څرګند تعریف نه لري او دې کار نه یوازې د هغه پر نیت خلک شکمن کړي، بلکې د سرتېرو د جګړې انګېزه یې هم زیانمنه کړې ده او طالبانو له دې وضعیت نه ډېره ګټه پورته کړې او خپلو جګړو ته یې لا زور ورکړی.

خو ښاغلي کرزي وویل "ما د سولې په هیله طالب ته د ورور خطاب کاوه، چې دا زما وطندار دی او تفرقه او بدبختي باید ډېره نه شي."

د افغانستان پخواني ولسمشر د خپل حکومت پرمهال همداراز ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو جګړه د امریکا د ګټو لپاره ده او څومره چې ورته دوام ورکوي، دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو زمینه برابروي.

نیویارک ټایمز:د بلخ تر خونړي برید وروسته د تابوتونو کمی

ښاغلي کرزي د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې پر مرکز د امریکا لوی بمي برید ته په اشارې وویل، که طالبانو جګړه نه کولی نو امریکا د "ټولو بمونو مور" هلته نه شوای غورځولی:

د انځور حقوق Reuters
Image caption جي بي یو ۴۳ (د ټولو بمونو مور) لومړی ځل پر ۲۰۰۳ کال تجربه شو خو تراوسه کارول شوی نه و

"طالبانو ته وایم چې د طالبانو ددغسې بم زمینه سازي مه کوئ، دا ستاسو جنګ دغه زمینه سازي کړې ده. جنګ پرېږده او د امریکا د بمونو زمینه سازي مه کوه. که دې جنګ ته ادامه ورکړه او ادامه ورکوې، نو بې له شکه زه بله فیصله نشم کولی، بلکې دا چې ته د امریکا ددغو بمونو زمینه ساز یې."

امریکایي ځواکونو د افغانستان د حکومت په سلا د حمل/وري په ۲۴مه پر داعش اورپکو تر ټولو لوی بم وغورځاوه چې د رپوټونو له مخې ددغې ډلې د څلورو قومندانانو په ګډون یې ۹۴ اورپکي ووژل. کرزي افغانستان کې ددغه بم کارول وغندل او د اجازه ورکولو له امله یې د ملي یووالي حکومت مشران په "خیانت" تورن کړل.