شپیگل: د کډوالو په نوم زرګونه طالب جنگیالي جرمني ته تللي
شپيگل:
جرمنۍ مجلې شپيگل په خپل خپاره کړي يوۀ رپوټ کې ليکلي چې زرگونه پخواني طالب جنگيالي په تېرو دوو کلونو کې جرمني ته تللي دي.
شپيگل زیاتوي، دغه کسان هغه مهال جرمني ته ورغلي چې د ميليونونو کډوالو يوه څپه اروپا پر لور ورماته وه.
د دغې مجلې په وينا څارنوالانو لږ تر لږه په دې تړاو د ٧٠ کسانو په اړه پلټنې پيل کړي او ٦ تنه نيول شوي دي.
مطلب کې راغلي چې راتلونکې اوونۍ به ځينې کسان محکمې ته هم وړاندې شي.
دې شپيگل وايي مالومه نه ده چې رښتيا دغو ټولو مشکوکو کسانو به طالبانو سره اړيکي درلودل او که نه.
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز د بلخ ولايتي شورا د يوۀ غړي په وينا ليکلي چې پر شاهين قول اردو د طالبانو له بريد وروسته په هماغه سيمه کې ان د تابوتونو کمى رامنځته شوى و.
ورځپاڼه وايي، سرتېري هغه مهال په نښه شوي چې وسلې ورسره نه وې، د جمعې له لمانځه ترسره کولو وروسته له جوماته په وتلو و او غرمنۍ لپاره ورتله.
ورځپاڼه وايي، دا په تېرو ١٦ کلونو کې د افغانستان پر پوځ تر ټولو دروند گوزار دى.
ځينو چارواکو اندېښنه ښوولې چې ښايي له بريدگرو سره له دننه مرسته شوې وې.
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست ورځپاڼې هم په همدې تړاو په يوۀ مطلب کې ليکلي چې د بريد پر مهال په دغه اډه کې ناټو پورې اړوند يوه ډله جرمن پوځي روزونکي هم و، خو هغوى ته د زيان اوښتو په تړاو کوم رپوټ نه دى ترلاسه شوى.
ورځپاڼې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قومندان جنرال جان نيکولسن څرگندونې راخيستي، نوموړي افغان کوماندو ځواکونه ستايلي چې په وينا دغه خونړي بريد ته يې د پاى ټکى کېښود.