د اپرېل ۲۳مه، د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ
د اپرېل ۲۳مه، د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ ده. د افغانستان په ګډون دا ژبه په ګرده نړۍ کې میلیونونه ویونکي لري. ډېر ورته د کار او روزګار ژبه وايي.
دا ژبه اوسمهال افغانانو ته په ورځنیو چارو کې مهمه ده او خلک هڅه کوي دا ژبه زده کړي.
عامه خبره ده که مو یوه ژبه زده کړه یو که مو دوه ژبې زده وې دوه انسانان یاست.
د کابل یوه خصوصي ښوونځي ته ورغلم، د دویم ټولګي زده کوونکو یې انګلیسي ژبه لوسته.
د دې ژبې زده کړه د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې له څلورم ټولګي پیلېږي، خو خصوصي هغه یې له وړکتونه پیلوي.
هغوی چې یې وس لري له لومړي ټولګي خپل ماشومان خصوصي ښوونځي ته لېږي.
۱۷ کلنه فهیمه چې د یوه خصوصي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده، وایي د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره خصوصي ښوونځي ته ځي:
"زه غواړم راتلونکې کې ډاکټره شم نو انګلیسي راته ډېره مهمه ده ځکه د طب ژبه همدا ده."
په نړۍ کې له ټکنالوژۍ، ساینس، اقتصاد او نورو پرمختللو علومو پیل ان تر عادي ژونده انګریزي د ارزښت ټکی ګرځېدلی.
په نړۍ کې تر ټولو ډېر کتابونه په انګلیسي ژبه لیکل شوي. تر ډېره پیاوړې علمي او څېړنیزې سرچینې همدې ژبه کې موندلی شئ.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتلو سره تر بل هر وخته افغانانو ډېره هڅه وکړه دغه ژبه زده کړي، بهرنیو هېوادونو ته د زده کوونکو د تګ مهمه شرط هم د انګلیسي زده کول وي.
کابل کې د دغې ژبې د زده کړې یو کورس مسلم چې ۱۴ کاله وړاندې یې کار پیل کړی لس زره زده کوونکي د انګریزۍ له دوه کلن ښوونیز پړاوه وتلي او شاوخوا ۲۱ زره په کې دا اوس په زده کړو بوخت دي.
د فهیم په نوم یو زده کوونکی چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل دی، د استاد درس ته غوږ و ما سره یی په مرکه کې ویل انګریزي یې د ښوونځي پرمهال نه وه خوښه خو کله چې فارغ شو د کار موندلو پر وخت له ستونزو سره مخ شو نو ځکه یې انګریزۍ زده کړې ته مخه کړه.
د پوهنې وزارت په وینا له ټول افغانستانه کره شمېرې نه لري، خو یوازې په کابل کې شاوخوا ۱۱ سوه کورسونه شته او زرګونه زده کوونکي لري.
د چارواکو په وینا، د افغانستان یوشمېر دولتي ادارې او هغه پروژې چې بهرنیان یې ملاتړ کوي هغو ته د کار لومړیتوب ورکوي چې انګریزي یې زده وي.
په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره کې د ګومارنې برخې غړی اسدالله امین وایي د افغان حکومت شاوخوا ۶۱ سلنه کارکوونکو انګریزي ژبه زده ده:
"افغان حکومت چې کله څوک ګوماري نو یوه ملي ژبه یې باید زده وي خو انګریزي امتیاز دی او د لوړپوړو چارواکو ټولو باید زده وي."
هغو چې دولتي او نا دولتي ادارو ته د یوه کار لپاره خپلې سوانح لېږي، نن سبا ټول په انګریزي د نادولتي ادارو همغږۍ کونکې موسسه "اکبر" چې د کار یوه برخه یې د کار موندنې د اعلانونو خپرول دي، مرستیال یې احمد تمیم صبري وایي "دلته ټولې بهرنۍ ادارې یا هم پروژې چې اعلانونه خپروي نو انګریزي ژبې زده کړه یې مهم شرط دی."
ژبه هنر دی او ډېر کله په یوه هېواد پورې ځانګړې پاتې کېږي، خو انګریزي اوس د تعلیم کچه ننګوي له انګریزي ژبو هېوادونو زرګونه کیلومتره لیرې دلته په افغانستان کې هغو ته خپل پوړ سم ښکاري چې له پوهنتون لوستو سره یې دا ژبه هم زده کړې وي تمه یې دا وي چې روزګار به یې اسانه شي.