شپیګل: د طالبانو زرګونه پخواني جنګیالي جرمني ته رسېدلي
د جرمني مشهورې ورځپاڼې "دیر شپیګل" لیکلي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو زرګونه پخواني جنګیالي د یو میلیوني کډوالو څپو په منځ کې جرمني ته رسېدلي دي.
هغه کډوال چې د جنګي جرمونو او د بشري حقونو ضد جرمونو شک پرې کېږي، د کډوالۍ له حقونو ګټه نه شي اخیستی.
شپیګل وايي، د جرمني د کډوالو چارو وزارت ددغه هېواد امنیتي چارواکو ته ویلي، چې زرګونه کډوالو د پناه اخیستو د غوښتنې پرمهال ځانونه د طالبانو پخواني جنګیالي معرفي کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، له دغو کسانو لږترلږه ۷۰ یې د جرمني د فدرالي څارنوالۍ تر څار لاندې دي. تر اوسه روښانه نه ده چې ایا د پناه اخیستو ټول وړاندیز کوونکي مشکوک کسان د طالبانو فعال جنګیالي وو او که نه.
شپیگل: د کډوالو په نوم زرګونه طالب جنگیالي جرمني ته تللي
د شپیګل اونیزې پوښتۍ: ټرمپ د ازادۍ مجسمې سر غوڅوي
د بشري حقونو کمیسیون پر زرداد د تورونو څېړل وغوښتل
شپیګل وايي، تر اوسه یې ۶ کسان د څېړنو لپاره نیولي دي.
تېر کال تر یو میلیون ډېر کسان له بېلابېلو هېوادونو جرمني ته تللي دي.
جرمني ته د کډوالو د ورماتېدو په درشل کې له جګړو اغېزمن شوي وګړي، عیني شاهدان او په جنګي جرمونو تورن مشکوک کسان هم وو.
په ۲۰۱۵ کال اروپا ته د کډوالو د څپو په ډېرېدو سره د جرمني دولت اعلان کړی و، هغه افغان کډوال چې جرمني کې نه دي منل شوي، بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.