BBC
 شاته

فرانسه کې څو ساعتونو کې ولسمشریزې ټاکنې پیلېږي

انتخابات فرانسه د انځور حقوق EPA

پاریس او د فرانسې نورو ښارونو کې به تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په څو ساعتونو کې په ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکونه پیل شي. له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو او د اروپا په بېلابېلو سیمو کې د ملتپالو پیاوړي کېدو ته په کتو اوس دې ټاکنو له فرانسې بهر هم ډېر اهمیت پیدا کړي.

تېره ورځ (شنبه، اپرېل ۲۲مه) تر یو میلیون ډېرو فرانسویانو چې له هېواده بهر اوسېږي خپله رایه وکاروله او د یکشنبې په سهار به په فرانسه کې د رایې ورکونې مرکزونه د خلکو پر مخ پرانستل شي.

په دې کې به دوه مخکښ کاندیدان د وروستۍ سیالۍ لپاره غوره شي.

+ د فرانسې ټاکنو کې کیڼ اړخو نوماندانو اندېښنې راپارولي

د ټاکنو ګټونکی به د اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند ځایناستی شي. ښاغلي اولاند په دې ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې.

ورته وخت کې پاریس او د فرانسې ډېرو مهمو ښارونو انتظامي او امنیتي مامورین لیدل کېږي.

تر ۵۰ زرو ډېر پولیس او د پوځ ۷۰۰۰ سرتېري په ټوله فرانسه کې د ټاکنو امنیت ټینګولو لپاره توظیف شوي.

دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې دغه هېواد په وروستیو میاشتو کې د بریدونو له څپو سره مخ ده.

ددغه هېواد په ټولو سیمو کې له هرډول بریدونو سره د مقابلې لپاره کلک تدابیر نیول شوي.

+ د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو ته د اوباما د نوماندېدو غوښتنه

+ فرانسه کې یو پولیس په ډزو وژل شوی دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption فرانسې کې د ولسمشر لپاره ۱۱ نوماندان سره سیالي کوي

د وروستیو ورځو نظرپوښتنو له مخې د مارین لوپین په مشرۍ په "ملي جبهې" کې ښي اړخي افراطیان تر ۱۵ کلونو وروسته په دې ټاکنو کې د بریالیتوب واقعي چانس لري، په داسې حال کې چې ښکاري د ټاکنو دویم پړاو کې به منځلاری امانویل مېکرون د لوپن سیال وي چې ویل کېږي ښایي وکولی شي لوپن ته ماته ورکړي.