BBC
 شاته

خلیلزاد: درېیو اوونیو کې به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره بشپړه شي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
خلیلزاد: طالب باید خپل دریځ مالوم کړي، غواړي یوه ترهګره ډله پاتې شي او که غواړي په افغانستان کې سیاسي رول ولري؟

په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد وايي د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې افغان تگلارې په تړاو سلا مشورې ښايي د راتلونکې مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې پاى ومومي او تگلاره به څرگنده شي. 

ښاغلی خلیلزاد مني چې د افغان تګلارې جوړولو چاره لږه ځنډېدلې خو وايي په ایټالیا کې د ناټو راتلونکې غونډې له جوړېدو وړاندې به بشپړه شي.

"بحثونه روان دي او ممکن دا بحثونه د مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې يوې نتيجې ته ورسېږي. ځکه په مې کې په ايټاليا کې د ناټو يوه غونډه ده چې ولسمشر ټرمپ هم په کې گډون کوي نو له دغې ناستې وړاندې بايد د افغان ستراتېژۍ په اړه پرېکړه وکړي."

په افغانستان کې د امريکا دغه پخوانى سفير په دې اند دى چې ښه ده د امريکا حکومت په نوې افغان تگلاره  جوړولو کې بېړه نه ده کړې.

+ روسیه: روښانه نه ده د امریکا لوی بم څوک په نښه کړي

+ مک ماسټر: طالبانو ته باید ماتې ورکړل شي

+ د افغانستان په باب له هندي چارواکو سره د مک ماسټر خبرې

زلمى خليلزاد په دې اند دى چې د نوې تگلارې د بري او اغېزمنتيا لپاره بايد هراړخېزې ارزونې وشي ځکه په وينا يې د افغانستان شخړه ډېره پېچلې ده او بهرني، کورني، سيمه ييز اواقتصادي اړخونه لري.

ښاغلي خليلزاد چې دا څرگندونې له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې کولې وويل د ټرمپ اداره د نوې تګلارې په چمتو کولو کې ورسره سلا مشورې کوي. 

نوموړى وايي په نوې تگلاره کې به موخې پر خپل ځاى وي خو په ستراتېژۍ کې ښايي بدلون راشي. 

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمى خلیلزاد وايي له طالبانو د روسیې ملاتړ امریکا ته د اندېښنې وړ دی

دی وایي، د امریکا هدف دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو پټنځای نه شي او افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، او دې موخې ته د رسېدو لپاره به نوې لارې چارې غوره کېږي.

د امريکا نوې تگلاره او پاکستان

ښاغلي خليلزاد د امريکا او پاکستان اړيکو ته په اشاره وويل چې ښه لوري ته نه دي روان او د ملګري او غلیم د راشې درشې بڼه یې خپله کړې.

"د امريکا او پاکستان اړيکي هومره نژدې نه دي لکه د ولسمشر بوش د واکمنۍ پر مهال چې و. هغه مهال ملگرتيا او همکاري خورا ډېره وه. خو اوس اړيکي د دوستي او دښمنۍ دواړو دي. پاکستان ته زما مشوره داده چې که افغانستان کې مشروع گټې لري بايد ووايي چې ورباندې بحث وشي او د حل يوه لاره ووځي."

ښاغلي خليلزاد بيا ټينگار وکړ چې پاکستان ته په کار ده د افغانستان په اړه له امریکا سره خپل دریځ څرګند کړي. 

"که پاکستان خپل دریځ بدل نه کړي د امریکا او پاکستان اړیکي به د دوستۍ پر ځای دښمنۍ ته واوړي. "

روسيه او طالبان

زلمى خلیلزاد وايي له طالبانو د روسیې ملاتړ امریکا ته د اندېښنې وړ دی خو دی هیله من دی چې روسیه طالبان له افغان حکومت سره سولې ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه طالب باید خپل دریځ مالوم کړي، غواړي یوه ترهګره ډله پاتې شي او خلک ووېروي او که غواړي په افغانستان کې سیاسي رول ولري؟ 

د زلمي خلیلزاد په وینا وخت د طالبانو پر ضد روان دی.