BBC
 شاته

د کورنيو اړيکو سمون

افغان ټولنه له تېرو دريو لسيزو زياتې مودې راهيسې له تاوتريخوالي او زورزياتي کړېږي.

پر وسله والو پېښو سربېره د کورنیو اړیکو ناسموالی هم د تاوتریخوالي يو لامل بلل شوی دی.

اوس کابل کې یو مرکز د کورني جوړښت، جنسي اړیکو او ټولنیز ژوند پر لارو چارو خلکو ته سلامشورې ورکوي او ګڼې کورنۍ ورځي.

دې مرکز ته يو شمېر ورتلونکي ښځینه هم دي چې وايي تر بل هرچا ډېر د کورني تاوتريخوالي له کړاو سره مخ دي.

سیدعبدالله نظامي دغه مرکز ته ورغلی او له ورغلو کسانو سره یې خبرې کړې دي.