شاته

ټرمپ د شمالي کوریا په مسئلې کې د چین هڅې ستایلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د اتومي وسلو د خطر په مخنیوي کې د چین هڅې ستایلي دی. د یادوني وړ ده چې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ امریکا ته د یوه لوی دفاعي برید خبردارې ورکړی.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل په تیرو څو ساعتونو کې ډیر غیرعادي پرمختگونه شويدي او زیاته یې کړه چې باور لري د چین ولسمشر شي جیپنگ به په خپل متحد او گاونډي ملک شمالي کوریا باندي د هغوي د اتومي پروگرام د مخنیوي لپاره سخت فشار واچوي.

ټرمپ دا ونه ویل چې په تیرو څو ساعتونو کې کوم ډول پرمختگونه شویدي. د امریکا یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته وویل چې هغوي خبر دي چې چین بیړني فعالیتونه پیل کړي. هغه زیاته کړي چې د اندیښنې خبره نشته او کیدای شي چې د چین دغه فعالیتونه بل کوم مقصد ولري. ممکن هغوي دغه فعالیتونه د دفاعي تمریناتو په توگه کړي وي.

رویټرز د څو تنو امریکایي چارواکو سره په دی مسئله خبري وکړې، خو هیچ چا په دی هکله څه و نه ویل چې چین دغه بیړني فعالیتونه د څه د پاره کوي.

امریکایي چارواکو د تیرو څو ورځو راهیسي بیا بیا دا ویلی دي چې شمالي کوریا به د یوی بلې اتومي ازموینې کوشش کوي او د دغې په هکله امریکا او چین دواړو ته خبردارې ورکړی شویدی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جان اون په ضد سخت دریځ غوره کړیدی. له بلې خوا شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د بندیزونو باوجود خپلو اتومي ازموینو ته دوام ورکړیدی.

ملگري ملتونه او جنوبي کوریا د شمالي کوریا سره تر اوسه پورې په لانجه اخته دي ځکه چې د دواړو کوریاگانو تر منځ په ١٩٥٣ کال کې جگړا د اوربند په واسطه ختمه شوه مگر په هغه وخت کې د سولې کومه موافقه لاسلیک نشوه.

پرون د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي ورځپاڼې روډونگ سنمن په سختو الفاظو لیکلي "زمونږ دفاعي حمله به نه یواځي په جنوبي کوریا کې د امریکا یرغل کونکي عسکر بیخي ختم کړي خو ورسره به امریکا په ایرو بدله کړي."

شمالي کوریا اکثر جنوبي کوریا، جاپان او امریکا ته د تباه کولو اخطارونه ورکوي. شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د اتومي توغندي ناکامه ازموینه وکړه.

د جنوبي کوریا دولتي ورځپاڼې د شمالي کوریا د یو حکومتي چارواکي له قوله لیکلي چې د امریکا هوایي ځواکونو د شمالي کوریا د احتمالي دفاعي حملې نه مخکې د کوریا ټاپو وزمې ته د اتومي وسلو د څار الوتکه لیږلي ده.