شاته

ملګري ملتونه: شاید د سوریې خبرې له خطر سره مخامخ شي

د ملګرو ملتونو ادارې مهم چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د اګست د میاشتي په اخره کې د سوريې د سولي په اړه پلان شوې خبرې ځکه له خطر سره مخامخ کېدی شي، چې د حکومت او د مخالفینو تر منځ جنګ مخ په زیاتېدو دی.

د سوریې جنګ له پنځو کلونو راهېسې روان دی او شاوخوا درې سوه زره کسان(۳۰۰۰۰۰) په کې وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي یوازې سیاسي حل دغه جنګ ختمولی شي.

د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستیال رمزي ایزلدین رمزي وايي، نړیوال ژمن دي چې په جنګ کې ښکیلې ډلې د اګست په اخره کې د خبرو میز ته کینوي.

هغه وویل "خبرو نتیجه ورکړې، زه ماپه فکر دواړه خواوې باید جنګ ودروي او بله دا چي بشري حالت باید ښه شي. په تېرې یوې میاشتې کې کومه خاصه لاسته راوړنه نشته ځکه چې پوځي فعالیتونه زیات شوي دي."

د ملګرو ملتونو اداره هیله لري، چې ١.٢ میلیونه هغو خلکو ته بشري مرستې ورسوي چې د جولاۍ د میاشتې راهیسې په محاصره شویو سیمو کې بند پاته دي او ورتګ ورته ګرانه دی.

د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي سلاکار ژین ایګلنډ وايي یوازي په سلو ۴٠ فيصده کسانو ته بشري مرستي رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې د ادلیب ښار وضعیت په خاصه د تشویش وړ بللی دی. د ٣٠٠٠٠ څخه زیات ملکي کسان له تېرو دریو اونیو راهیسې د خوراکي موادو او نورو وسایلو ته لاسرسی نلري، په داسي حال کې چې د سوریې حکومتي ځواکونو د ښار په ختیځې سیمې، چې د مخالفینو په لاس کي وه، خپل کنټرول زیات کړي.

د ملګرو ملتونو ادارې په وار وار د ۴٨ ساعتونو د پاره د بشري مرستو دپاره د اوربند غوښتنه کړې، چې په جنګ کې بند کسانو ته د مرستو ورسول شي. ژین ایګلنډ وايي ډیر زیات ډیپلوماټیک فعالیتونه روان دي چې د مرستې عملیات پیل شي.