BBC
 شاته

د قبايلي سيمو د برخليک په اړه يو ځل بيا بحثونه راپورته شوي

Image caption د قبايلي سيمې يو شمېر خلک له حکومته غواړي چې يا خو دې له خيبر پښتونخوا سره يو ځای شي او يا دې هم ځانګړې صوبه ورکړل شي

ځينو قبايلي مشرانو له مرکزي حکومته غوښتي چې قبايلي سيمې دې له خيبر پښتونخوا سره يو ځای شي. دغه قبايلي مشران وايي چې حکومت بايد په خيبر پښتونخوا صوبه کې د قبايلې سيمو د شاملولو اعلان د اګست پر ۱۴ د پاکستان د ازادۍ لمانځلو پر ورځ وکړي.

په قبايلي سيمو کې اصلاحات د هغه ملي پلان برخه ده چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال په پېښور کې پر ښوونځي له بريد وروسته واکمن ګوند مسلم ليګ نواز د نورو سياسي ګوندونو په مشوره جوړ کړی و. مرکزي حکومت د قبايلي سيمو د اصلاحاتو په لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ يوه کمېټه هم جوړه کړې ده.

دغه کمېټې په قبايلي سيمو کې د بېلابېلو ځايونو دورې کړې او هلته يې له قبايلي مشرانو سره کتلي، خو ځينې قبايلي مشران د سرتاج عزيز په مشرۍ پر دغه کمېټه نيوکې کوي. دوی وايي دغه کمېټه په سمه توګه د قبايلو استازيتوب نه کوي.

په خيبر کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر اقبال اپريدی وايي، د اصلاحاتو لپاره د حکومت لخوا جوړه شوې کمېټه "متنازعه" ده، نوموړی زياتوی، کله چې حکومت دغه کمېټه جوړوله، "بايد په ملي اسمبلۍ کې د قبايلې سيمو غړو ته هم په کې برخه ورکړې وای".

د نوموړي په وينا که چېرې داسې نه وی نو بيا بايد په دغه کمېټه کې د قبايلي سيمو وکيلان او سياسي مشران چې د قبايلو له ستونزو او دود څخه خبر دي هم شامل کړل شوي وای.

اقبال اپريدی وايي کومه کمېټه چې حکومت جوړه کړې هغه د قبايلي سيمو د لوړ پوړو حکومتې چارواکو په خوله د رابلل شويو خلکو سره مشوره کوې. دغه خلک چې د ايجنسيو حکومتي چارواکي يې غونډې ته رابولي د "قبايلو استازې نه دی".

په مومندو کې يو قبايلي او د عوامې نشنل ګوندځايي مشر نثار مومند ويلي، "که چېرې حکومت په رښتيا هم په قبايلي سيمو کې اصلاحات غواړي بايد حکومت قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړي".

Image caption قبايلي سيمې له ډيورنډ کرښې سره نژدې پرتې دي چې د اسلام اباد له خوا اداره کېږي

خو په قبايلي سيمه خيبر کې د مسلم ليګ نواز ګوند مشر حاجي ظاهر شاه په قبايلي سيمو کې د انګريزانو د وخت قانون اېف سي ار، د ختمولو او قبايلي سيمې د يوې بېلې صوبې په توګه د جوړولو غوښتنه کړې.

نوموړی وايي "په قبايلي سيمو کې د حکومت واک اوس په بشپړه توګه پلی شوی کوم چې د ايف سي ار لپاره د حکومت يوه بهانه وه. اوس حکومت ته په کار دي چې له قبايلي سيمو څخه اېف سي ار ختم کړي او قبايلي سيمې يو جلا صوبه جوړه کړې"

بلخوا په ملي اسمبلۍ کې د مذهبي ګوند جمعيت علما اسلام پخوانی غړی او د شمالي وزيرستان يو سياسې مشر مولانا نيک زمان وايي لومړی بايد د شمالي وزيريستان بې ځايه شوي خلک خپلو کورونو ته ولېږدول شي او وروسته ترې بيا پوښتنه وشي چې دوی په خيبر پښتونخوا کې شاملېدل غواړي او که جلا ايالت غواړي"

ځينو قبايلي مشرانو بيا له حکومته غوښتي چې په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره دې په قبايلي سيمو کې د رايې اچونې له سيستم څخه ګټه واخيستل شي چې په دې ډول به ټولو قبايلو ته چې عمرونه له ۱۸ کلونو زيات دي موقع ورکړل شي چې د قبايلو د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.