BBC
 شاته

بلجيم کې پر پوليسو بريد، دوه ټپيان

Image copyright AFP

د چارواکو په وينا د بلجيم په شارلو ښار کې يوه کس پر دوو پوليسو د خنجر بريد کړی او دواړه يې ټپيان کړي دي.

د دغه هېواد پوليسو په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، بريدګر د پوليسو د ډزو په ترڅ کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

چارواکي وايي بريدګر د شارلروا د پوليسو مرکز مخې ته پر پوليسو د بريد پر وخت د "الله اکبر" نارې وهلې.

له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړې ده.

د راپورونو له مخې په ټپي شويو پوليسو کې دواړه مېرمنې دي چې د يوې حالت نازک ښودل شوی دی.

بريدګر د پولیسو له خوا په ډزو له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

د يادولو وړ ده چې تېره مياشت د اګست پر ۳۰ په بلجيم کې دعملياتو پر مهال د بريدونو په تړاو دوه وروڼه نيول شوي وو.

تېر مارچ مياشت په بلجيم کې پر هوايي ډګر او د رېل ګاډې پر تم ځای بريد کې شاوخوا ۳۲ تنه وژل شوي وو چې "اسلامي دولت" نومې ډلې يې پړه منلې وه.