BBC
 شاته

سوري یاغیانو له داعش نه منبج 'مهم ښار نیولی'

Image copyright Reuters
Image caption منبج ښار له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د داعش لاس کې و

د سوریې بریتانیا مېشتي د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د عربي، کردي او امریکا په ملاتړ د 'سوریې دیموکراټیک ځواک' له خوا د سوریې منبج ښار په بشپړه توګه د 'اسلامي دولت' ډلې له لاسه وتلی. دا ښار د داعش په لاس کې و.

د 'اسلامي دولت' له ولکې نه د ایستلو لپاره د سوریې په شمال کې منبج ښار ته ګډ ځواکونه سره یو شوي وو.

له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کېده چې دا سټراټيژیکه سیمه له یادې ډلې بېرته ونیوله شي.

د سوریې ډیموکراټیک ځواک یوه ویاند رویټرز ته ویلي، منبج کې لاهم جګړه روانه ده، خو کابو ۹۰ سلنه ښار د داعش له لاسه وتلی دی.

بریتانیا مېشتي د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د منبج مرکز کې ایله یوڅو داعش جنګیالي پاتې دي.

دا ښار څه باندې دوه کاله وړاندې داعش ونیو.

منبج ښار د حلب په کلیواله برخه کې د ترکیې پولې ته څېرمه جنوب لوري ته پروت دی.

د منبج ښار واټونه چې له ترکیې سره پوله لري، د داعش اصلي مرکز رقه ښار له حلب سره نښلوي.

رقه لاهم د 'اسلامي دولت' ډلې په لاس کې دی.

Image copyright Reuters

دا تګلوری د 'اسلامي دولت' د وسلو او مهماتو د لېږد رالېږد لپاره ډېر مهم و.

رپوټونه وايي، پر منبج ښار د امریکا بمبارۍ کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي وژل شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو، په ښار کې شاوخوا ۷۰ زره ولسي وګړي په ناڅرګند حالت کې پاتې دي.

Image copyright Reuters
Image caption منبج ښار د حلب په کلیواله برخه کې د ترکیې پولې ته څېرمه جنوب لوري ته پروت دی.