شاته

ټرمپ د مصر له ولسمشر سره د تروریزم په ضد مسایلو غږیږي

د سپیني ماڼۍ چارواکي وايي ولسمشر ټرمپ به د دوشنبې په ورځ (اپریل۳) د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي ګوري.

په واشنګټن کې کې د اتلانتیک اینسټیټوټ، غړې، ایچ آی هېلیرچې وايي دواړه د سیاسی اسلام په مقابل کې کرکه لري.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې د قاهرې او واشنګټن تاریخي روابط په امنیتي گټو ولاړ دي. په دغه اعلامیه کې د تروریستانو په مقابل کې د مصر د مشر سخته پالیسي ستایل شوېده.

اعلامیه وايي عبدالفتاح السیسي د ۲۰۱۴ کال نه راهیسې چې د مصر جمهوررئیس شو، د یو شمیر حساسو موضوعاتو په باره کې یې قوي گامونه اوچت کړیدي.

څارونکي چې امریکاغږ سره يي مرکې کړیدي، مني چې دغه غونډه به کامیابه وي. څارونکي وايي، په امنیت باندې دواړه ټینگار لري. مصر او همکاري وايي چې دغه روابط باید قوي شي چې د اوباما د جمهورې ریاست په دوره کې ښه نه وو.

د جنرال السیسي په مشرۍ په ۲۰۱۳ کال کې نظامي کودتا وشوه او په ډیموکراتیکه طریقه انتخاب شوی جمهور ریئس محمد مورسي له قدرت نه لرې شو او یو کال وروسته السیسې جمهوررئیس انتخاب شو.

مخکني ولسمشر اوباما السیسې ته بلنه ورنکړه چې په سپینه ماڼۍ کې ورسره وگوري او په نظامي رژیم يې انتقاد کاوه چې اخوان المسلمین ځپي، السیسې اخوان المسلمین یوه ترورستې ډله گڼي.

د واشنگټن د انسټیټوټ رئیس، رابرټ سیټلوف، چې د منځني خیتځ په پالیسۍ کې تخصص لري وايي "د اوباما حکومت د پخواني جمهوررئیس حسني مبارک، د انقلاب، د اخوان المسلمین او د نظامي رژیم په مشرۍ د بل انقلاب له دورو نه تیر شویدي. دا د مصر او امریکا په روابطو کې یوه توفاني دوره وه".

په قاهره کې د سپینې ماڼۍ غونډه له نژدی نه څارل کیږي او خلک لیواله دي چې پوه شي چې ټرمپ د مصر او اسلامي نړۍ په باره کې څه نیت لري.

هیلیر وايي، "خلک تعجب کوي چې ټرمپ د شپږو اسلامي ملکونو په اتباعو بندیز لگولی دی او د دی معنی څه ده؟ اوس په الوتکو کې امریکا ته د الوتنې په وخت د لپ ټاپ د لیږد اجازه هم نشته. ټرمپ ته نژدې کسان وايي هغه به نه یوازې د اسلامپالو په باره کې خبرې وکړې بلکه په عمومې توگه به د اسلام او مسلمانانو په باره کې هم وغږیږي".

د قاهرې سیاسی نخبگان هم د سپینې ماڼۍ غونډه له نژدې نه څاري چې په یو شمیر نورو موضوعاتو باندې به د ټرمپ دریځ معلوم شي او دا چې ایا ټرمپ به خارجې لگښتونه کم کړي اوکه نه؟ پدې لگښتونو کې به پوځي لگښتونه شامل وي او که نه؟

ځیني وايي، د بشري حقوقو موضوع به ډیره مهمه وي چې د سیسي حکومت پدې برخه کې ښه ریکارډ نلري، ایا ټرمپ به پدې باره کې نرم درېځ غوره کړي؟

د سپینې ماڼۍ یو لوړرتبه مامور د جمعې په ورځ څرگنده کړه چې د ټرمپ حکومت به د مصر سره پدې مو‍‍ضوع باندې په ارامه کار وکړي. هغه وویل "زموږ دریځ دا دی چې په دارنگه حساسو موضوعاتو باندې خصوصي خبرې سمه لار ده چي یوه ښه نتیجه لاس ته راوړو".

د نړۍ دري مشران به پدې هفتې کې د جمهور رئیس ټرمپ سره وگورې. د اردن پاچا عبدالله به د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې میلمه وي او ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ فلوریدا ته ولاړشي چي د چین د جمهوررئیس، شې جیپینگ، سره خبرې وکړي.