شاته

۲۰۱۷ کال کې افغانستان کې د پولیو درېیمه پيښه هم ثبت شوه

د کندوز ولایت د کتلوي معافیت مسولین وايي، په دغه ولایت کې له شپږو کالو وروسته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مثبته پېښه د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

روغتیایې مسولین وایي یوه اونۍ وړاندې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۴ میاشتنۍ ماشومه له شدیدې تبې وروسته کلینک ته وړل شوې وه او ډاکټرانو پرې پولیو ناروغۍ شک کړی وو.

د کندوز د کتلوي معافیت امرغلام جیلاني عطايي امریکا غږ ته وویل "دوي سیمې ته د ماشومې د لیدو لپاره ورغلي وو او له معایناتو وروسته ورته معلومه شوه چې مزدلفه په نوم دا ماشومه انجلې په پولیو اخته شوې ده."

عزیزالله د پولیو وهلې ماشومې پلار وايي، له شدیدې تبې وروسته یې د خپلې لور د پښې حرکت ته پام شو چې نورمال نه و، نو په سیمه کې یې نږدې کلینک ته یوړه او ډاکټرانو ورته وویل چې پر لور یې د پولیو شک کیږي.

هغه وویل "مخکې یې کوم تکلیف نه درلوده خو له شدیدو تبو وروسته یې د پښې حرکات کمزوري شوي وو، او پښه به یې یو اړخ ته کږیده، نو کله چې یې کلینک ته یوړه ډاکټر ورته وویل چې د پولیو شک پرې کیدای شي، له ماشوم یې معاینات واخیستل او اوس معلومه شوه چې پولیو شوې ده."

نوموړی وايي چې لور یې دوه ځل د پولیو څاڅکي هم اخیستي دي، خو تقریبا نهه میاشتې کیږي چې بیا یې ورته د پولیو څاڅکي نه دي ورکړي.

په کندوز کې د WHO یا د ملګرو ملتونو د صحي سازمان ولایتي مسول ډاکټر کریم باجوړی هم وايي چې د ۱۴ میاشتنۍ ماشومېله معایناتو وروسته معلومه شوه چې له شپږو کالو وروسته په دغه ولایت کې د پولیو لومړۍ پیښه ثبتیږي.

ډاکټر باجوړي وویل "لومړی مثبت پیښه له شپږو کالو وروسته په دشت ارچي ولسوالۍ کې تثبیت شوه، د ماشوم سمپل اخیستل شوی، او نتیجه یې راغلې چې ماشوم پولیو دی، ددغه ویروس جینو ټایپ له کویټې ښار څخه دی، او په دشت ارچي کې له تیر یو کال راهیسې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي واکسین نه دي تطبیق شوي."

په کندوز کې د ددغې ۱۴ میاشتنۍ ماشومې په ګوزڼ د اخته کیدو له پیښې سره دا دریمه پیښه ده چې سږ کال په افغانستان کې ثبتیږي.

۲۰۱۶ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۱۳ پېښې ثبت شوې وې، چې ۷ یې یواځې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په وزیرستاني کډوالو کې رامنځته شوې وې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.