BBC
 شاته

د پخواني شوروي مشهور شاعر یوګیني یوتوشینکو ومړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوګیني یوتوشینکو تر ۱۵۰ ډېرې شعري ټولګې خپرې او چاپ کړې

روسی شاعر یوګیني یوتوشینکو د ۸۴ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له کبله د امریکا په یوه روغتون کې ومړ.

ښاغلی یوتوشینکو د تېرې پېړۍ پنځوسمې او شپېتمې لسیزو پرمهال د پخواني شوروي اتحاد تر ټولو ډېر مشهور شاعرو.

د ده د "بابي یار" په نامه شعر ډېر مشهور دی.

روسی میلیاردر بورس بېریزووسکي برتانیا کې ومړ

دا د اوکرایین د هغې سيمې په اړه دی چې نازي ځواکونو د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال پکې په دوه ورځو کې تر ديرشو زرو ډېر یهودان ووژل.

د نوموړي دغه قصیده بیا وروسته روسي موزیک غږوونکي دیمیتري شوستاکوویچ په ۱۳ شمېره سیمفوني کې وغږوله.

د روسیې خبري اژانس د شاعر د مېرمنې ماریا نوویکووا له خولې ویلي چې "څو دقیقې وړاندې هغه په ارامۍ داسې مهال ساه ورکړه، چې مینه وال یې څنګ ته ناست وو."

ژوند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېرې پېړۍ ۹۰مه لسیزه کې دغه روسی شاعر امریکا ته ولېږېد او په تولسا او اوکلاهوما پوهنتونونو کې یې تدریس پیل کړ.

یوګیني یوتوشینکو په ۱۹۳۲ کال زیږېدلی په ۱۹۴۹ کال یې شاعري پیل کړې او په ۱۹۵۲ کال یې د "راتلونکې لید" په نوم لومړنۍ شعري ټولګه خپره کړه، چې په دې سره نوموړی د پخواني شوروي اتحاد د لیکوالو ټولنه کې تر ټولو د کم عمر غړی شو.

بیا وروسته نوموړي تر ۱۵۰ ډېرې شعري ټولګې خپرې او چاپ کړې. همدا وو چې په ۱۹۶۳ کال د نوبل ادبیاتو جایزې ته ونومول شو.

د تېرې پېړۍ ۹۰مه لسیزه کې دغه روسی شاعر امریکا ته ولېږېد او په تولسا او اوکلاهوما پوهنتونونو کې یې تدریس پیل کړ.