BBC
 شاته

د عکسونو البوم: ننګرهار کې د نارنج ګل هار او بهار

د افغانستان په ختتځ ننګرهار ولایت کې له ۵۲ کلونو هر کال پسرلي مهال د نارنج ګل مېله په مشاعرو او خوښیو لمانځل کېږي. د سږنې مېلې انځورونه یې ازاد عکاس ذبیح الله عبدالرحیمزي را استولي دي.

Image caption په افغانستان کې د هوا تودېده که څه هم د جګړو اندېښنې ډېرولی شي، خو تنکی پسرلی بیا د هېواد شاعران په دغه ډول مېلو او مشاعرو کې سره را یوځای کوي.
Image caption په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره له شاوخوا پنځو لسيزو راهيسې نمانځل کېږي او نورو ولايتونو هم ترې رنګ اخيستی.
Image caption په ننګرهار کې د نارنج گل دوديزه کالنۍ مشاعره د گڼو شاعرانو، ليکوالانو او د شعر او ادب د مينه والو په گډون ترسره کېږي.
Image caption دغه انځورونه له ننګرهار ولایته ازاد عکاس ذبیح الله عبدالرحیمزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولي دي.
Image caption د پسرلي په زرغون موسم کې نارنج ګل مېلې او مشاعرې ته له کوزې پښتونخوا نه هم پښتانه شاعران او لیکوال راځي.
Image caption تر ډېره له مشاعرې سره مېله او د موسیقۍ مېله هم مله وي.
Image caption نارنج ګلونو لارې کوڅې په خپلو خوشبویو خوږې کړې وي.
Image caption هرځای په شنو ونو کې ګلونه داسې نښتي وو ته وا لکه سپینې مچۍ چې د شاتو کڅوړې د وږو خاوندانو لپاره شکوي.
Image caption نارنج ګل مشاعره د ښځینه شاعرانو او ادیبانو ونډه هم ځلېدونکې وي
Image caption شاعران د نارنج ګل ستايي.