BBC
 شاته

اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر شو

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ښاغلي خپلواک ټاکنه او دا ډول واکونه د ځینو په اند د ولسمشر غني هغه هڅې دي چې غواړي راتلونکو پنځو د راتلونکو پنځو کلونو ډاډمنتیا په کې خوندي کړي ځکه خو د خپل چاپېر چل کسان په مهمو دندو کړي دي.

افغان ولسمشر د یوه ځانګړي فرمان له مخې خپل یو سلاکار اکرم خپلواک د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ټاکلی.

د ولسمشر یوه ویاند ویلي، په دغې ټاکنې سره به د شورا بڼه او چارو کې ژور بدلونونه راشي.

تېره ورځ بي بي سي ته وویل شول چې د سولې د عالي شورا د لګښتونو او تنخاوو پیسې نورې نه شته اوس حکومت ویلي په بدلونونو به ددغه شورا بودیجه هم ورکړل شي.

ویل کېږي ولسمشر اشرف غني غواړي د سولې هڅې تر ډېره مخامخ دده له ادرسه مخکې لاړې شي.

د سولې عالي شورا وايي بودیجه يې نوره نشته

د طالبانو د "ملاتړ" له امله د سولې عالي شورا سلاکار له دندې ګوښه شوی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند شاه حسین مرتضوي وايي د ولسمشر محمد اشرف په سیاسي چارو کې سلاکار د خپلې پخوانۍ دندې په ساتلو د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر ټاکل شوی.

ښاغلی مرتضوي وايي هغسې چې د سولې په عالي شورا کې د ژورو بدلونونو تمې وې د ښاغلي خپلواک ټاکنه به یې ځواب وي.

بي بي سي ته ویل شوي و چې دغه شورا له مالي ننګونو سره مخ ده او ولسمشر یې له چارو خوښ نه برېښي مرتضوي وویل حکومت به د سولې د عالي شورا د بودیجې او مالي چارو ستونزې ژر هوارې کړي سرچینې شته چې مالي ملاتړ یې وکړي.

د ښاغلي خپلواک ټاکنه او دا ډول واکونه د ځینو په اند د ولسمشر غني هغه هڅې دي چې غواړي راتلونکو پنځو د راتلونکو پنځو کلونو ډاډمنتیا په کې خوندي کړي ځکه خو د خپل چاپېر چل کسان په مهمو دندو کړي دي.

د سولې په تړاو د افغان حکومت اوسنۍ تګلاره تر ډېره روښانه نه برېښي خو ټینګار یې په دې دی چې هر څه دې د افغانانو په مشرۍ او د دوی له منځه پرمخ لاړ شي څه چې د وسله والو طالبانو له دې شرط سره ټکر دی چې وايي بهرنیانو سره خبرې یې لومړیتوب دی.

خو د ولسمشر غني له نویو بدلونونو داسې ښکاري چې د جګړې له سختېدو سره به دوی د سولې لاره هم تړلې پرې نه ږدي.