BBC
 شاته

'راتلونکې اونۍ د حزب اسلامي ځینې بندیان خوشي کېږي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پام کې وه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ۱۳۹۶ کال لومړیو ورځو کې کابل ته ستون شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د شوې هوکړې له مخې به راتلونکې اونۍ د اسلامي حزب یو شمېر بندیان ازاد کړي.

ښاغلي مرتضوي یکشنبه (اپرېل ۲مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، تر پنځلسو ورځو به افغان حکومت له ښاغلي حکمتیار سره د شوې هوکړې له مخې خپلې ټولې ژمنې پرځای کړي.

'ګلبدین حکمتیار به څو اونیو کې افغانستان ته ستون شي'

عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده

"حزب اسلامي حکومت نه د خپلو ۵۰۰ بندیانو خوشي کول غوښتي"

افغان دولت له اسلامي حزب سره په شوې هوکړه کې ژمنه کړې چې ددغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او نورو مشرانو ته به یې قضايي خوندیتوب ور کړل شي.

د هوکړې اصلي ژمنه د اسلامي حزب پر مشر د نړیوالو بندیزونو ليرې کول و چې د افغان حکومت په غوښتنه ښاغلی حکمتیار د ملګرو ملتونو له تورلیسته و اېستل شو.

د یادې هوکړې له مخې، دولت ژمن دی چې د اسلامي حزب ټول بندیان، پرته له هغوی چې جنايي جرمونه یې کړي وي، ازاد کړي.

پتېیل شوې وه چې ښاغلی حکمتیار به د ۱۳۹۶ کال په لومړیو ورځو کې کابل ته راشي.

په تېر کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي وه له افغان حکومت سره د سولې تړون له مخې یې د خپلو ۵۰۰ غړو نوملړ ور کړی چې له زندانه راخوشې شي.

د سولې مذاکراتو لپاره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي وایي؛ هغه کسان چې دوی یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې، په جنایي جرمونو کې ښکېل نه دي.

د اسلامي حزب د سیاسي شورا مشر غیرت بهیر هم بي بي سي ته ومنله چې راتلونکې اونۍ به د اسلامي حزب هغه ۷۰ تنه سیاسي بندیان آزاد شي، چې د بند موده یې د پنځو کالو په شاوخوا کې وي.

خو په کابل کې د اسلامي حزب استازي وايي دا چې افغان حکومت ویلي تر پنځلسو ورځو به اسلامي حزب اسلامي سره د شوې هوکړې ټولې ژمنې پر ځای کړي، مبالغه ښکاري، ځکه چې په وینا یې د هوکړ لیک د ټولو مادو پر ځای کول لږ تر لږ دوه کاله وخت نیسي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب بندیانو شمېر د۲۰۰۰ او۳۰۰۰ کسانو ترمنځ دی چې د حکومت او اسلامي حزب استازو څخه جوړ شوي ګډ پلاوي یې د ازادولو پر بهیر کار کوي

دا هم ولولئ:

حزب اسلامي: کابل ته د حکمتیار راتګ 'ځنډېدلی' دی

"حکمتيار به شاوخوا درې اوونۍ وروسته کابل ته راشي"

بګرام زندان کې د حزب اسلامي د بندیانو نوملړ