شاته

جمهوررئیس غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سینګاپور په سفر تللی

د افغانستان د جمهوري ریاست وایي، جمهوررئیس محمد اشرف غنی تیره شپه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته په رسمي سفر روان شوی دی.

د ارګ څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به د دې سفر په ترڅ کې د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور هېوادونو لوړ پوړو مقاماتو سره په کتنو کې د افغانستان اودغو دریو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني سره د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په سفر کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د کانونو او پترولیم وزارت ته نومانده میرمن نرګس نهان، د انرژۍ او اوبو وزارت معین امان الله غالب، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او د جمهور رئیس ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي ملتیا کوي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چېاسټرالیا ته د جمهوررئیس غني د دې سفر هدف د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ده.

په کانبیرا کې افغانستان سفارت په بیان کې ویل شوي " د سوداګرۍ، کانونو، لوړو زده کړو، کرهڼې او پانګونې په برخه کې د همکاریو زیاتول ددې سفر هدفونه دي".

په کانبیرا کې د افغانستان سفارت دا هم ویلي، چې پدې سفر کې به د دواړو هیوادونو له لوري د کانونو د پراختیا دوه سندونه هم لاسلیک شي.

دجمهوررئیس دوهم مرستیال محمدسرور دانش هم د شنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت ته د نوماندې وزیرې او سرپرستې نرګس نهان د پېژندنې په مراسمو کې ویلي وو، چې د کانونو څخه د ګټې اخیستنې مسله اسټرالیا ته د جمهوررئیس غني د سفر په اجنډا کې شامله ده.

ښاغلي دانش وویل" اسټرالیا ته د جلالتماب رئیس جمهور په سفر کې چې په همدې ورځو کې به یې وکړي، د معدنونو موضوع هم په اجنډا کې شامله ده او د اسټرالیا له مقاماتو سره به پرې خبرې وکړي. بې له شکه چې زمونږ د معدنونو لپاره به ګټوره وي او تاثیر به ولري".

د اندونیزیا خبري اژانس انتارا د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې جمهوررئیس غني به اندونیزیا ته هم دوه ورځنی سفر ولري او د دواړو هیوادونو په همکاریو به خبرې وکړي.

تراوسه لا سنګاپور ته د جمهوررئیس غني د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي، خو سینګاپور په اسیا کې د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دی، چې د فساد سره په مبارزه کې یې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.افغانستان هم د فساد له ستونزې کړیږي.