BBC
 شاته

افغانستان کې د ژباړې وضعیت

Image caption د کتابونو ځینې چاپونکي او خپرونکي هم د ژباړې اوسني وضعیت څخه راضي ښکاري.

وايي ژباړه هغه پول دی چې د یوه هېواد کلتور له نورې نړۍ سره تړي. پخوا افغانستان کې د ژباړې په کمزورتیا او ان کله نا کله د تشې په اړه ګیلې مانې کېدې. اوس ځینو افغان ژباړونکو دې کار ته ملا تړلې.

سږ کال د کتابونو ژباړې ته ډېر پام ور اوښتی او ځېنې معتبر کتابونه له خپرېدو وروسته سملاسي په پښتو او دري ژبو ژباړل شوي او خپاره شوي دي. "استازی"، "شبکه ای دولت"، "۸۸ ورځې تر کندهاره"، "د کرزي کورنۍ او افغان غميزه" او ځینې نور له همدغو کتابونو دي.

لطف الله لطف په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې درې کتابونه ژباړلي. وايي د پخوا په پرتله ژباړې برخه کې اوس هڅې ډېرې شوي.

د ژباړې ستونزې او د سمون څو سپارښتنې

د غني خان د شعرونو انگليسي ژباړه چاپ شوه

هغه وايي، ژباړونکو ته د ژباړې په خاطر کوم ځانګړی امتیاز نه ورکول کیږي. نوموړې وايي، ژباړونکي باید تشویق شي چې دا چارې ګړندۍ کړي:

"د ژباړې اکثره هڅې په شخصي ډول ترسره کیږي، ښه به دا وي چې دغه هڅې منسجمې شي او په ټولیز ډول یو ستر کار وشي، پر ژبې به یې تاثیر هم ډېر وي او ډېر خلکو ته به یې ګټې هم ورسیږي."

د انځور حقوق .
Image caption د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار اسدالله غظنفر وايي، ښه ژباړه اسانه کار نه دی، یوازې تجربه کافي نه ده

ښاغلی لطف وايي، ځکه ډېر سیاسي کتابونه ژباړي چې، له یوې خوا یې ژباړه اسانه ده او له بلې خوا لوستونکي یې ډېر دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار اسدالله غظنفر وايي:

"ښه ژباړه اسانه چاره نه ده، عالي ژباړه نه یوازې تجربه بلکې له کار، ژبې او اولس سره مینه هم غواړي."

د کتابونو ځینې چاپونکي او خپرونکي هم د ژباړې اوسني وضعیت څخه راضي ښکاري.

د انځور حقوق SocialMedia
Image caption "استازی"، "شبکه ای دولت"، "۸۸ ورځې تر کندهاره"، "د کرزي کورنۍ او افغان غميزه" او ځینې نور له همدغو کتابونو دي.

د سعید خپرندویه ټولنې او د ناشرانو د ټولنې مشر شیر احمد سعیدي وايي، ژباړل شویو کتابونو د کتاب پلورنې مارکیټ کې خپل ځای موندلی. هغه وايي په تېرو څو کلونو کې یې شاوخوا ۵۰ ژباړل شوي کتابونه چاپ او خپاره کړي دي:

"زه فکر کوم ترجمه په افغانستان کې مهم رول ادا کوي، ځکه موږ اصلي سرچينو ته کم لاسرسی لرو. که موږ ژباړه وکړو زموږ اکثره خلک به علمي مسائلو ته لاسرسی ولري".

پښتو ته ژباړې ولې کمزورې دي؟

د شعر ژباړه..... شوني او ناشوني

ښاغلی سعیدي زیاتوي، که څه هم دوی کتابونه ډېر خپروي، خو وايي لاهم افغانستان کې خلک له مطالعې سره چندانې لېوالتیا نه لري او کتاب لوستونکي کم دي.

لاهم ډېری ژباړل شوي کتابونه افغانستان ته له پاکستان او ایرانه واردیږي، ایا دې چارې په افغانستان کې پر ژباړې اغېز کړی؟

د انځور حقوق FB
Image caption د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې کمپنۍ او انستېتیوت مشر رحمت الله جمالزی وايي، لوستي افغان ځوانان باید ژباړې ته جدي پام وکړي

د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې کمپنۍ او انستېتیوت مشر رحمت الله جمالزی وايي:

"دغه ستونزه په دري ژبه کې یو څه ژوره ده، خو په پښتو ژبه کې دومره نه ده، ځکه پښتو ژبه اصلي افغانستان کې ده او لېږدول شوې بڼه یې پښتونخوا کې ده. په پښتونخوا کې دومره ډېر کار نه دی شوی چې افغانستان کې دې پښتو ژبه تر اغېز لاندې راولي. کار دلته ډېر شوی حتی زموږ د ژبې ځینې معیارونه چې نوي معرفي شوي په پېښور او پښتونخوا کې یې ژپه اغېزمنه کړې".

ښاغلی جمالزی زیاتوي، لوستي افغان ځوانان باید ژباړې ته جدي پام وکړي ترڅو نورو هېوادونو ته د ژباړې په برخه کې اړتیا کمه شي. هغه په دې باور دی چې ژباړه د ټولنې د لوستو وګړو مسولیت دی.

د غني خان د نظمونو انګلیسي ژباړه چاپ شوه

پښتو هم د ګووګل ژباړن ته ور زياته شوه

د ښاغلي جمالزي په وینا، افغان دولت ژباړې ته چندانې پام نه دی کړی:

"د ژبو د ژباړې لپاره یو لابراتوار نشته چې معیار وټاکي چې کوم ژباړه سمه ده او کومه نه ده، دې ستونزې افغانستان کې د ژباړې وضعیت له ناخوالو سره مخ کړی، خو په خصوصي برخه کې ځوانانو ژباړې ته پام کړی. خو دغه ژباړې هم نه دي توانیدلي چې د ژباړې اساسي تشه ډکه کړي ځکه په دې ژباړو کې اکثریت معیاري نه دي".

Image caption په افغانستان کې د کتابونو او مقالو ترڅنګ ترڅنګ ځېنې فلمونه او ډرامې هم له بهرنیو ژبو پښتو او دري ته ژباړل کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، اوس یې هڅه پیل کړې چې د ژباړونکو د همغږۍ لپاره کار وکړي.

د دې وزارت د نشراتو معینه مژګان مصطفوي وايي، نژدې وخت کې به ددوی خپرنیزه پالیسي بشپړه شي چې په وینا یې ژباړې ته هم پکې پام شوی:

"پخوا یو ښه عملي مېکانیزم نه و. یوه ښه تګلاره نه وه. موږ د اطلاعاتو او کلتو وزارت په خپرنیزه تګلاره کار کو، ددې پالیسي په یوه برخه کې ژباړې ته جدي پام شوی".

ګوګل ته 'یو کیلومتر مننلیک'!

'سینوهه'، د ښې ژباړې ښه بېلګه

په افغانستان کې د کتابونو او مقالو ترڅنګ ترڅنګ ځېنې فلمونه او ډرامې هم له بهرنیو ژبو پښتو او دري ته ژباړل کېږي.

د انځور حقوق SocialMedia
Image caption استازی کتاب زلمي خلیلزاد لیکلی چې پښتو او دري ژبو ته هم ژباړل شوی دی

خو د ژباړې د څار او معیارونو ارزولو لپاره کوم ځانګړی مرکز نشته چې د ښې او ناښې ژباړې په اړه څارنه وکړي.

مالومه نه ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرنیزې تګلارې په بشپړېدو به په افغانستان کې د ژباړې کیفیت لوړ شي او که نه؟

ویل کیږي، تر هغې چې په دې برخه کې تخصصي ښوونیز مرکزونه جوړ نه شي او خلکو ته د ژباړې په برخه کې زده کړې ورنه کړل شي، ستونزې به همداسې پاتې وي.