BBC
 شاته

په پاکستان کې پیر ۲۰ مریدان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption پېښه د محمد علي ګوجر په نامه یوه زیارت کې رامنځته شوې ده

د پاکستان د پنجاب ایالت د سرګودا سیمې په یوه زیارت کې پیر خپل ۲۰ مریدان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو او ټپیان کې ښځې، ماشومان او غټان شته.

پاکستان زیارت کې ځانمرګي برید، له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي

پاکستان د تورخم او چمن دروازه د دوو ورځو لپاره پرانیسته

د پولیسو په خبره، یادو کسانو ته مینجور لومړی نشه يي درمل ور کړي او وروسته یې وژلي دي.

یاده پېښه د محمد علي ګوجر په نامه یوه زیارت کې رامنځته شوې ده.

له بي بي سي سره په خبرو کې د سرګودې یوه امنیتي چارواکي محمد احسان ویلي:" په زیارت کې د کسانو د وژلو لړۍ د جمعې په شپه پیل شوې وه، خو موږ د شنبې په شپه خبر شوو. "

نوموړې زیاته کړه، پیر په چړې او چاکو یاد کسان وژلي دي، کله به چې مرید زیارت ته ورغی، نو عدالواحید نومي پیر به یې پرې نشه یي درمل څښل.

د هغه په خبره، د زیارت پیر او د هغه درې همکاران یې نیولي دي.

Image caption پولیسو د زیارت پیر او د هغه د درې همکارانو د نیولو خبره کړې

د روان کال په فبرورۍ کې هم د پاکستان د سند ایالت په سیون سیمه کې د لعل شهباز قلندر په زیارت کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۸۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

د چاودنې پړه اسلامي دولت ډلې منلې وه.

تر یادې پېښې وروسته پاکستان له افغانستان سره خپله پوله د امنیتي ملحوظاتو له مخې تړلې وه.