BBC
 شاته

کولمبیا کې ځمکښویېدنې یو ښار ویجاړ کړی

د انځور حقوق Getty Images / Colombian Army
Image caption د کولمبیا پوځ سیمې ته تللی چې د مرستندویانو ترڅنګ له اغېزمنو شویو سره مرسته وکړي

د کولمبیا لوېدیځ کې ځمکښویېدنې لږترلږه ۲۰۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي یا تري تم شوي دي.

چارواکي وايي ځمکښویېدنه د شپې مهال له تېزو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې ده.

د کولمبیا سرې میاشتې ویلي، لږترلږه ۲۲۰ کسان تري تم شوي او ۲۰۲ نور ټپیان شوي دي.

کولمبیا کې باران او سیلابونو ګڼ کسان وژلي دي

کولمبیا کې حکومت او فارک ډلې د سولې بل تړون وکړ

ولسمشر خوان مانویل سانتوس سیمې ته تللی چې وايي د سیمه ییزې همکارۍ په چوکاټ کې یې ځواکونه سیمې ته استولي دي.

نوموړي په سیمه کې بېړنۍ حالت اعلان کړی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، تر ۱۱۰۰ ډېر پوځيان او پولیس افسران له ژغورندویې ډلې سره یوځای شوي.

یوه پوځي چارواکي ویلي، په سیمه کې لوی روغتون د ټپیانو له ډېرښت سره لاس او ګرېوان دی.

د انځور حقوق Colombian Fire Service
Image caption له هوا نه اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې خټې او سېلابونو ګڼ کورونه لاندې کړي

ځمکښویېدنې سره سېل هم راغلی دی.

مرستندویه ډلې وايي، د اوبو راتلو او ناوړه هوا له کبله د اغېزمنو شویو کسانو رایستلو عملیات له ستونزو سره مخامخ شوي.

د انځور حقوق Getty Images / Colombian Army
Image caption ځمکښویېدنې کورونه او موټر لاندې کړي دي
د انځور حقوق Getty Images / Colombian Army
Image caption ځمکښویېدنه د سیندونو د څپو او باران له کبله رامنځ ته شوې ده.

ولسمشر سیمې ته په رسېدو سره خبریالانو ته وویل: ''دغه ناورین زما او د کولمبیا د ټولو خلکو زړونه دردولي دي.''

مرستندویان وايي، لږ تر لږه ۱۷ سیمې اغېزمنې شوې دي.

په ځینو کورونو کې خټې او اوبه تر چت پورې رسېدلې دي.