خوست کې پر امنيتي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی
د افغانستان سوېل ختيځ ولايت خوست د دوه مندو ولسوالۍ د سيدخېلو په بازار کې د کمپاين په نامه ځواکونو باندې د موټر بم ځانمرګی بريد شوی.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازاد خبريال احمدشاه ته ويلي په بريد کې د ښوونځي شپږ زده کوونکي ټپيان شوي.
د ده په وينا د ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی.
خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانستل شو
خوست کې موټربم یو سرتيری وواژه او "۱۰" یې ټپیان کړل
نوموړي د کمپاین ځواکونو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو ناخبري ښودلې ده.
بله خواه يوه حکومتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط ويلي، په دغه موټر بم بريد کې د کمپاين ځواکونو درې غړي وژل شوي دي.
دغه چارواکي زياته کړې چې په دې پېښه کې شپږ کسان ټپيان شوي چې د دوو ماشومانو حالت اندېښمنونکی دی.
ويل کېږي د چاودنې له امله شاوخوا هټيو ته هم پراخ زيان اوښتی دی.
د کمپاين ځواکونه تر ډېره د امريکا له خوا تمولېږي او ډېری مهال له امریکايي ځواکونو سره په ګډه عمليات کوي.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه منلی.