BBC
 شاته

اشرف غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په سفر تللی

د انځور حقوق ARG
Image caption د اسټرالیا ګورنر جنرل ( حاکم ) پیټر کازګرو یو کال مخکې کابل ته تللی و او له افغان چارواکو سره یې لیدلي وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ( اپریل لومړۍ ) د یوه ملګري پلاوي په مشرتابه د اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په څو ورځني سفر تللی. افغان چارواکي وايي د دغه سفر هدف له دغو هېوادونو سره د اړیکو ته پراختیا ورکول دي.

له ارګ نه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني به د دغو هېوادونو له مشرتابه او لوړ پوړو چارواکو سره وویني او ' د اافغانستان او دغو هېوادونو تر منځ به د اړیکو پراختیا ' په اړه ورسره خبرې وکړي.

افغانستان او اندونيزيا د همکارۍ سند لاسليک کړ

د افغان آسترالیا سوداګریزه شورا پرانېستل شوه

اندونیزیا ۷۷ ناقانونه افغان کډوال نیولي

اسټرالیا د یوه شمېر افغان کډوالو کوربتوب کوي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په چوکاټ کې اسټرالیايي ځواکونه د افغانستان په ارزوګان ولایت کې ځاي پر ځای شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، ولسمشر غني غواړي له اندونیزیا سره اړیکي پراخ کړي

د دغو ځواکونو د جګړیزې دندې له پای ته رسېدو وروسته اوس لږ شمېر دغه ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې لپاره لا هم دغه هېواد کې مېشت دي.

افغانستان او اندونیزیا د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د د دوستۍ او همکارۍ، د سیاسي او خدمت پاسپورټونو لپاره د ویزې د رفع کولو او د دوه اړخیزه مشاورتونو توافقنامه لاسلیک کړې وه.

کابل کې افغان چارواکي وايي، ولسمشر غني غواړي له اندونیزیا سره اړیکي پراخ کړي، چې د ډېر نفوذ لرونکی اسلامي هېواد بلل کېږي. دغه راز ویل کېږي ولسمشر د پرمختیايي او سوداګریزو پلانونو برخه کې د سنګاپور همکاري جلبول غواړي.