شاته

امریکا وایي د طالبانو سره د روسیې په اړیکو اندیښمنه ده

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وایي چې په افغانستان کې د روسیې حضور او د طالبانو سره د اړیکو په هکله اندیښنه لري. د دفاع وزیر مټیس د جمعې په ورځ په لندن کې وویل چې د طالبانو سره د روسیې فعالیتونه څاري.

ښاغلي مټیس دا په ډاګه ونه ویل چې آیا روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي او که نه خو زیاته یې کړه "هغه څه چې روسیه یې په افغانستان کې کوي، امریکا ته د اندیښنې وړ ده".
په اروپا کې د ناټو د قوماندانۍ امریکایي قوماندان جنرال کورټیس سکپروټي هم د همدې میاشتې په سر کې ویلي و چې په طالبانو د روسیې "اثر او رسوخ زیات شوی او حتی امکان لري چې روسیه به طالبانو ته وسلې هم ورکوي".

د دفاع وزیر په خبري کنفرانس کې همدرانګه وویل چې تر اوسه یې افغانستان ته د نورو امریکایي ځواکونو د لیږولو د وړاندیز په هکله پریکړه نده کړې.

پنټاګون دا مهال افغانستان ته د زرګونو اضافي پوځيانو پر استولو غور کوي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال نکلسن افغانستان ته د زرګونو سرتېرو د استولو غوښتنه کړیده خو د دفاع وزارت پدې هکله پریکړه نده کړې.

په افغانستان کې ۱۳۳۰۰ بهرني عسکر دیره دي چې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي.