BBC
 شاته

پاراګوای کې لاریونیانو د پارلمان ودانۍ وسوځوله

د انځور حقوق EPA
Image caption لاریونیانو پر واټونو اور بل کړی

پاراګوای کې لاریونیانو د دغه هېواد د کانګرس د ودانۍ ځینې برخې سوځولې ده. دوی ټاکنو کې ولسمشر ته د بیا نوماندېدو د لایحې پرضد لاریون وکړ. د دغه هېواد د شنبې ورځې د پارلمان غونډه لغو شوې ده.

لاریونیانو د پارلمان د ودانۍ ښیښې ماتې کړې او موانع یې له منځه یووړل.

له ۳۵ کلونو دیکتاتورۍ وروسسته په ۱۹۹۲ کال ددغه هېواد د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د واک دوره پنځو کلونو ته محدودوي.

اوسنی ولسمشر هوراکتیو کارټز هڅه کوي دا محدود لیرې کړي او بیا ټاکنو کې ګډون وکړي.

فوټبال: د ايټاليا او پراګوای لوبه مساوي ختمه شوه

د اسونسیون واټونو کې د موانعو لیرې کولو او د پارلمان د ودنۍ د یوې برخې د سوځولو انځورونه خپاره شوي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، لاریونیان د پارلمان ودانۍ ته په ننوتلو توانېدلي او د یادې لایحې اړوند دفترونه یې ''لوټلي'' او ځینې برخې یې سوځولې دي.

پولیسو په ربړي مرمیو او اوبشیندو لاریونیان تیت او پرک کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د لاریونیانو تیک پرک کولو لپاره له ربړي مرمیو او اوبشیندو کار اخیستی

لاریونیانو وړاندې له سناتورانو سره خبرې کړې او بیا واټونو ته راوتلي.

دا لایحه باید د پارلمان له خوا تصویب شوې وای. د ولسمشر ګوند هم پارلمان کې اکثریت ملاتړي لري.

د پارلمان مشر هوګو ولاسکوېز ''اې بي سي کالر'' تلوېزیون ته د شنبې په ورځ ویلي، د شنبې ورځې د پارلمان غونډه لغو شوې ده.

هغه له خلکو غوښتي چې ارام شي.

مخالفان وايي، دغه لایحه د هېواد د دیموکراتیکو بنسټونو د کمزورۍ لامل ګرځي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پارلمان مشر روبرټرو اسودو (منځ کې) ناڅاپه د لاریونیانو منځ کې ایسار شو

پاراګوای له ۱۹۵۴ تر ۱۹۸۹ کال پورې د دیکتاتور جنرال الفردو سټوسنر تر واک لاندې و چې نوموړی د کودتا پایله کې واک ته رسېدلی و.

په ۱۹۹۲ کال نوي اساسي قانون یو ماډرن حکومت جوړ کړ خو دغه هېواد له پخوا راهیسې له سیاسي بې ثباتۍ او ګوندي لانجو او ناکامو کودتاوو سره لاس او ګرېوان دی.

د ښاغلي کارټز د ولسمشرۍ وخت په ۲۰۱۸ کال پای ته رسېږي.