شاته

روسیه: واشنگتن د مسکو په کنفرانس کې گډون ته لیواله دی

د امریکا متحده ایالاتو په مسکو کې د افغانستان مسایلو په هکله په سیمه ییز کنفرانس د گډون لپاره لیوالتیا څرگنده کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا ددې مطلب په بیان سره ویلي دي چې ټلاکل شوې د مسکو کنفرانس د اپریل په ٢۴ جوړ شي چې د افغانستان په امنیت او د هغه په لرلید باندې متمرکز دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ اعلان کړی و چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د سولې په کنفرانس کې چې د اپریل په میاشت کې په مسکو کې جوړیږي گډون ونه کړي.

میرمن زخرووا د پنجشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل "روسیه په دې باور ده چې د مشورو اساسي هدف د افغانستان د ملي روغې جوړې د پرمختگ لپاره د یو واحد سیمه ییز دریځ غوره کول دي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه مقام ټینگار وکړ چې امریکایي مقاماتو او واشنگټن ته په دې کنفرانس کې د گډون لپاره بلنلیک استول شوی دی او امریکایان په دې کنفرانس کې گډون او د مسایلو په هکله "نړیوال بحث" ته لیواله دي.

ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې د افغانستان سربیره د مرکزي اسیا هیوادونه، چین، هند، ایران، پاکستان، او متحده ایالات شامل دي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس د جمعې په ورځ په لندن کې په افغانستان کې د روسیې د حضور او د طالبانو سره د مسکو د تعامل په هکله اندیښنه څرگنده کړه.

ښاغلي متیس وویل "مونږ د طالبانو په ارتباط د روسیې د فعالیتونو شاهد یو. په اوسني وخت کې نه وایم چې دغه اړیکې د وسلو او ددې ډول مسایلو مرستې دي او که نه، خو هغه څه چې د روسیې د نورو فعالیتونو په ترڅ کې کیږي، مونږ اندیښمن کوي".

خو میرمن زخرووا د امریکا متحده ایالات د افغانستان د مسایلو د حل لپاره مهم لوبغاړی وگاڼه او وویل چې د سیمې د هیوادونو د سولې په هڅو کې د واشنگټن گډون مرسته کوي چې د افغانستان وسله والو مخالفینو ته دا پیغام ورسوي چې د وسله وال مقاومت نه لاس واخلي او مذاکرې ته حاضر شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د حکومت په رهبري کوونکي رول ټینگار وکړ او وویل چې "د مخکنیو تصویب شویو اصولو سره سم، د دولت مخالفې وسله والې ډلې سوله ییز ژوند ته مخه کړي."

تیره اونۍ یو امریکایي لوړپوړي مقام د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي وو چې امریکا د مسکو بلنه په دې خاطر رد کړې وه چې د کنفرانس په اړه مسکو د واشنگټن سره مشوره نه وه کړې او امریکا ددې کنفرانس د جوړولو لپاره د روسیې په هدف معلومات نه لري.