BBC
 شاته

نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړنو ښوولې ده هغه لاملونه چې نوې میندې د ژور خپګان په ځورونګو پېښو اړوي ګڼ او بېلابېل دي

د ماشوم زېږون د یوې مېرمنې د ژوند او وجود تر ټولو ستره ذهني، ټولنیزه، روغتیایي او بیولوژیکي تجربه ده. دا تجربه د یوې مور په ژوند او ټولنیز دریځ کې هرو مرو یو داسې ژور بدلون له ځانه سره لري، چې یوه مېرمن د تل لپاره، په بېسارې توګه، او په هر اړخیز ډول بدلوي.

یو داسې بدلون چې د هرې مېرمنې لپاره ډېر ګران پرېوځي.

په يوځاى پنځو زېږېدلو کوچنيانو لپاره د لوى موټر لټون

" که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

مور او ماشوم چې له خوړو محروم دي

خو څنګه چې هره ورځ میندې په سلګونو زره ماشومان انساني ټولنې ته ډالۍ کوي، او دا شمېره هره وځ ډېرېږي، انسانانو باندې د انساني ژوند د دې ارزښتمنې تجربې قدر کم شوی دی. د میندوارۍ، زېږون، او د نوي زېږېدلي ماشوم د پالنې ټول درد ډېری وخت د کورنۍ په یوه غړي تېرېږي.

انساني ټولنې ته په ټوله کې، او د ټولنې نارینه وګړو ته په ځانګړي ډول د ماشوم زېږون د خوښیو او لمانځنو شېبې وي چې ډېری وخت ښې او خوږې تېرېږي.

میندې هم تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې د میندوارۍ او زېږون سره په تړلو کړاوونو سترګې پټې کړي. ذهن او بدن کې روانو پراخو بیولوژیکي بدلونونو ته ځان ټینګ کړي. او کورنۍ ته د نوي ماشوم د زېږون خوښي او لمانځنې ورخرابې نه کړي.

خو داسې هرکله شوونې نه ده. داسې هم پېښږي چې د میندوارو میندو او یاهم نوو میندو کمزوری شوی وجود زیاتي د میندوارۍ او زېږون سره تړلو درندو بیولوژیکي او ټولنیزو بوجونه ته پاتې راځي، او مور د ژور خپګان له غمونکو کړاوونو سره لاس او ګرېوانه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میندې هم تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې د میندوارۍ او زېږون سره په تړلو کړاوونو سترګې پټې کړي.

هسې خو د ماشوم د زېږد په لومړیو څو ورځو کې ټولې میندې یو لنډمهال خپګان سره مخ کېږي چې ډېری وخت د نوي ماشوم د پاللو سره په څو لنډو ورځو کې له درملنې پرته رغېږي، خو په ځینو میندو کې د ژور خپګان پېښې هم راڅرګندې شي چې په طبي ژبه یې پوسټنېټل ډېرپرېشن (Postnatal Depression) بولو.

شمېرې ښیي چې په هرو ۵ میندو کې یوه د ماشوم د زېږون د لومړي کال په اوږدو کې په ژور خپګان اخته کېږي، خو ډېری پېښې د زېږون په لومړیو ۴ اوونیو کې ثبت شوي دي، او دا هغه وخت دی چې ټولې میندې تر بل هر وخت ډېر د خپلې کورنۍ او مېړه ملاتړ ته اړتیا لري.

دا ډېره اړینه ده چې میندې او کورنۍ له زېږون وروسته ژور خپګان ته د یوې ناروغۍ په سترګه وګوري، او د سمدستي درملنې غور یې وکړي، چې مور د ژور خپګان له ډېرو زیانمنونکو خړپړتیاوو خوندي وساتل شي.

میندو کې د ژور خپګان لاملونه

څېړنو ښوولې ده هغه لاملونه چې نوې میندې د ژور خپګان په ځورونګو پېښو اړوي ګڼ او بېلابېل دي، او په لاندې ډول پېژندل شوي دي:

  • د میندوارۍ میاشتو کې د کورني او ټولنیز ملاتړ او مرستې نشتوالی
  • مېړه سره کړکچنې اړیکې
  • ناپلان شوې میندواري
  • میندو کې د تایراید غدې ناروغي
  • د میندوارۍ شاوخوا میاشتو کې په ژوند کې ستره غمونکې پېښه
  • هغه میندې چې په خپل ماشومتوب کې هم کړېدلي دي
  • هغه میندې چې تی نه ورکوي
  • هغه میندې چې مېړه یې هم په ژور خپګان اخته وي
  • هغه میندې چې د زېږون شاوخوا ورځو کې ژورو اندېښنو سره مخ وي
  • هغه میندې چې ۲ یا ډېر ماشومان لري
  • هغه میندې چې وروسته له یو اوږد مهاله میندوارې شوي وي
  • هغو میندو چې اوس یا پخوا نشه یي توکي کارولي وي
  • بې وزله میندې
  • او هغه میندې چې د کورني زور زیاتي سره مخ شوي وي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption میندې هم تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې د میندوارۍ او زېږون سره په تړلو کړاوونو سترګې پټې کړي

میندو کې د ژور خپګان پېښې ډېرې شدیدې او ځورونکي وي. په دې ناروغۍ اخته میندې به تل ژاړي، او ژوند کې له هېڅ څه نه، آن له خپل نوي زېږېدلي ماشوم نه هم خوند نه اخلي.

د ژور خپګان نورې نښې بې لامله خپګان، اندېښنه، خوارخوبي، بې اشتهایي، کمزوې پاملرنه، بې کچې ستړیا، ځان ټیټ او بې ارزښته ګڼل دي. دا ډلې میندو ته ډېری وخت د ژور خپګان پېښو کې د ځان وژنې او د خپل ماشوم د ژوبلولو چورت هم ورځي، او کله خو ان د ځان وژنې هڅه هم کوي.

له بده مرغه میندو کې د ژور خپګان تشخیص ډېر ګران دی. یو خو میندې په خپله هڅه کوي چې د ژور خپګان په نښو څوک خبر نه کړي، او د ناروغي سختې یوازې په ځان تېرې کړي. میندو ته دا وېره وي چې نور به ورته د یوې کمزورې مور پېغور ورکوي، او یا به یې ماشوم ترې بېل کړي. د میندو دا وېره د دې لامل کېږي چې د مرستې غوښتنه نه کوي.

د دې سربېره ډاکټران په خپله د ژور خپګان په تشخیص کې ډېر تکړه نه دي، او دا د نړۍ د ټولو ډاکټرانو ستونزه ده. په ډېرو هېوادونو او ټولنو کې خو ژور خپګان ته بېخي د یوې ناروغۍ په سترګه نه ګوري، او دا د ناروغانو ژوند نور هم ګرانوي.

لومړی خو د میندو پوهاوی ډېر اړین دی. دوي ته په کار ده چې وپوهېږي ژور خپګان د هرې بلې ناروغۍ غوندې یوه ناروغي ده، او دا چې دوي ورسره لاس او ګرېوان دي، دوي پرې ملامت نه دي.

په دویم ګام کې کورنۍ، په تېره د ناروغې مېرمن مېړه ته په کار ده څرګنده وي چې یوه مور د زېږون تر یو ډېرې درندې او بوجناکې تجربې تېرېږي، او تر هر بل وخت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. دوي که یوې مور کې د ژور خپګان پورته نښې وګوري، په درملنه او ملاتړ کې یې د دوي ونډه خورا اړینه ده. همدارنګه ډاکټران هم باید ځان د دې ځورونکي رنځ د تشخیص او درملنې په غوره، او پرمختللې پوهې سمبال کړي. د ژور خپګان درملنه له یو درملګر نه وخت، درونه، او خواخوږي غواړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که د ژور خپګان نښې شدیدې او ځورونکې شي، نو ناروغ باید رواني درملنې ته د ناروغ په خپله ژبه کې لاس رسی ولري

د میندو د ژور خپګان درملنه

په ژور خپګان د اخته میندو درملنه یو پراخ او هراړخیز چلند ته اړتیا لري. په دې مانا چې یوازې درمل او ډاکټر د دې رنځ درمللو ته بس نه دي.

تر ټولو د مخه خو دا اړینه ده چې مور باید د خپلې درملنې، او روغتیا واک په خپله ولري. په ناروغ باندې یې له خوښې پرته د ډاکټر، حکیم او ملا درملنه ورتپل ستونزه یوازې ډېروي. په کار ده چې یوې ناروغې مور ته د ناروغۍ يه اړه مناسب معلومات د دې په ژبه برابر شي چې خپله د درملنې د اخیستو پرېکړه وکړي. دا اړین معلومات باید میندې په دې پوه کړي چې د دوي د نارروغۍ درملنه شوونې ده، او که درملنه یې ونه شي کېدای شي نښې یې لا شدیدې شي، او دواړه، مور او ماشوم ته زیانمنونکې وي.

د مېړه، ماشومانو، او نورې کورنۍ خواخوږي او ملاتړ ډېر په کار دی، خو دا ملاتړ باید یوازې د ناروغ د خوښې او غوراوي سره سم وي. یوه ناروغه مور چې یو خواخوږی او په خبره پوه مېړه، او یوه خواخوږې کورني ولري، د ژور خپګان له زیانمنونکې ننګونې نه په ګډه او بریالي تېرېږي. میندې باید په خپلې کورنۍ دومره ډاډه شي چې خپلې ستونزې ورسره په خلاص زړه شریکې کړي.

که د ژور خپګان نښې لا پسې شدیدې او ځورونکې شي، نو ناروغ باید رواني درملنې (Counselling and Psychotherapy) ته د ناروغ په خپله ژبه کې لاس رسی ولري.

که رواني درملنه نابریالۍ وي، او یا د میندو ورته خوښه نه وي، نو د درملو کارول باید یوازې د عقلي او عصبي ناروغیو د یو متخصص تر نېغې لارښوونې، او څارنې لاندې ترسره شي. ناروغ ته د یو بېلابېلو درملو پنډ ورپه شا کول د ناروغ په درد نه لګېږي، او ځور هم ورته ډېرولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انساني ټولنې ته په ټوله کې، او د ټولنې نارینه وګړو ته په ځانګړي ډول د ماشوم زېږون د خوښیو او لمانځنو شېبې وي چې ډېری وخت ښې او خوږې تېرېږي

د درملو په لارښونه کې باید د مور خوښه هرومرو وي. مور سره باید سپینه شي چې که دا خپل ماشوم ته تی ورکوي نو د ژور خپګان درمل یې ماشوم ته د کومو زیانونو د وراړولو وېره پیدا کولی شي، او د دې زیانونو مخنیوي ته څه کول اړین دي.

په نوو میندو کې که د ژور خپګان درملنه سمه او پر وخت ونه شي، نو مور او ماشوم دواړو ته یو شمېر جدي روغتیایي خړپړتیاوې له ځانه سره درلودلی شي. مور ته نورې عصبي او فزیکي ناروغۍ، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې، د مېړه سره د اړیکو کړکېچ او ان طلاق هم ډېر پېښېږي. داسې هم پېښېږي چې په نادرمللي ژور خپګان اخته میندې په ځانوژنه هم لاس پورې کړي.

د ماشوم لپاره هم د مور ژور خپګان روغتیایي او عصبي پایلې درلودلی شي. په ځینو شدیدو او نادرمللو پېښو کې د دې ماشومانو ذهني وده پڅېږي، او د خبرو کولو او ټولنیزو اړیکو د جوړولو وړتیا یې ټکنۍ کېږي. په ځینو غمونکو پېښو کې د میندو په لاس د ماشومانو د ژوبلولو پېښې هم راپور شوي دي. ځکه خو کورنۍ، خپلوانو، او درملګرو ته په کار ده چې د مور د سمې درملنې ترڅنګ د نوي زېږېدلي، او نورو ماشومانو روغتیایي او ټولنیز څرنګوالی هم په پام کې وساتي.

په نوو میندو کې د ژور خپګان پېښې که هرڅومره شدیدې او پکو کوونکې دي، درملنه یې شونې ده. ژور خپګان د کورنۍ د یو غړي ستونزه نه ده، ټوله کورنۍ ورسره پکو کېږي، او درملنه یې هم د ټولې کورنۍ ګډو هڅو ته اړتیا لري.